منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهاريانو د عمران خان د څرګندونو پر خلاف لاريون وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کندهارښار( پژواک، ٢٣تله ٩١) : د کندهار سلګونو اوسېدونکو د عمران خان د هغو څرګندونو پر خلاف لاريون وکړ، چې ويلي يې و، په افغانستان کې روانه جګړه جهاد دى.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره اوونۍ په يوه مرکه کې ويلي و، چې په پاکستان کې جهاد ناروا، خو په افغانستان کې روا دى.

په همدې بنسټ نن مازيګر سلګونو کندهار مېشتو د يوه پراخ لاريون له لارې د عمران خان دغه څرګندونې په سختو ټکو کې وغندلې.

لاريون کوونکو، چې له ځانونو سره يې د هېواد ملي بيرغونه لېږدول د پاکستان او د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان پر ضد شعارونه ورکول او د ښار په ډنډ څلورلارې کې يې د پاکستان بيرغ او د عمران خان عکس ته اور ورته کړ.

د لاريون کوونکو له ډلې د نور محمد په نوم يوه ځوان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ ښکاره ثبوت دى ،چې د دغه هېواد يو پنجابى نن دومره جرئت کوي او په افغانستان کې روان جنګ جهاد بولي.))

هغه زياته کړه، دغه هېواد تل له افغانانو سره دښمني کړې او هيڅکله يې ارام ته نه دى پرې ايښى، نو حکومت هم بايد نور په کور دننه د دغه هېواد قونسلګرۍ وتړي.

 ده وويل: ((پاکستان هره ورځ زموږ پر کونړ توغندي اوروي، خو موږ يې پر وړاندې خاموشه ننداره کوو، موږ مجبور يې د دغه هېواد مخه ونيسو.))

 د باز خان په نوم يوه بل لاريون کوونکي وويل: ((همدغه پاکستان امريکا ته لاره ورکړه، چې پر افغانستان بريد وکړي، خو بل اړخ ته بيا خلک رالېږي زموږ مکتبونه، ودانۍ، سړکونه او کورونه ورانوي او انسانان مو په وينو لمبوي.))

 هغه له ټولو خلکو وغوښتل، چې د پاکستان په دسيسو تېرنه وځي او له خپل هېواد سره د مينې په خاطر د خپل حکومت  پوره ملاتړ وکړي.

 د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران د څرګندونو پر ضد د هېواد په کچه غبرګونونه را پارېدلي دي.

 څو ورځې مخکې د افغانستان د علماوو شورا هم د نوموړي څرګندونې په کلکه رد کړې او ويې ويل، چې هر څوک د فتوا ورکولو حق نه لري.

 د علماوو شورا ويلي، چې په اسلامي امت کې د فتوا ورکولو معتبرې مراجع معلومې دي؛ هرڅوک او هره خوله د دې صلاحيت او اهليت نه لري، چې د اسلامي مهمو قضاياوو په هکله فتوا ورکړي.