ژبه

کندهار والي: مخالفين دې د پوليو د واکسين پر مهال همکاري وکړي

کندهار ښار (پژواک ٢٣ تله ٩١): د کندهار والي په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې د واکسيناسيون کمپاين د پيل پر مهال له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې د دغه کمپاين پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

د پوليو ضد دغه کمپاين نن (د تلې ٢٣ مه) په ټول هېواد کې د درېيو ورځو لپاره پيل شو، چې يواځې په سوېلي زون کې به يې له لارې څه له پاسه ١،٣ ميليونه له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان واکسين شي. د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد په کچه سوېلي زون د ماشومانو د ګوزڼ په برخه کې تر ټولو له خطره ډکه زيانمنه سيمه ده. هغه زياته کړه: ((په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د ماشومانو د پوليو ٢٤ پېښې ثبت شوي، چې ٨ يې په کندهار او ٨ يې په هلمند ولايتونو کې دي.)) نوموړي د کندهار له ټولو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه له قومي مشرانو، ملا امامانو او نورو وغوښتل، تر څو واکسيناتورانو ته زمينه برابره کړي، چې د لرې او نږدې سيمو ټولو ماشومانو ته واکسين ورسوي. ده وويل: ((زه له ټولو هغو کسانو، هغه که دولتي اړخ کې دي او که په مخالف طرف کې دي، د ډېرې مهربانۍ او همکارۍ له مخې غوښتنه کوم، چې د واکسيناتورانو لپاره د ګشت او ګذار زمينه برابره کړي، تر څو هېڅ ماشوم له دې نعمت څخه بې برخې نه شي.)) د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم وويل، چې وسلوال مخالفين په ځينو سيمو کې د پوليو د واکسين مخه نيسي او پر وړاندې يې ستونزې جوړوي. خو هغه وويل،چې مخالفينو ته يې په وار وار په ډاګه کړې، چې دا کوم سياسي حرکت نه دى، بلکې يواځې ټولنيز روغتيايي پروګرام دى، تر څو د ماشومانو راتلونکى وژغورل شي. د نوموړي په وينا، له روان کال راهيسې دا د پوليو د واکسين اووم پړاو دى، چې دا ځل به په کندهار کې ٤٦٦ زره ماشومان واکسين شي. دى وايي، په کندهار کې د پوليو له ٨ پېښو څخه پنځه يې په ژېړۍ او يوه يوه يې په ډنډ، خاکرېز او ارغستان ولسواليو کې دي. دى وايي، چې له روغتيايي اړخه په کندهار کې د پوليو په برخه کې کندهار ښار، ډنډ، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، سپين بولدک، ميانشين او شاوليکوټ له خطره ډکې سيمې دي، ځکه چې نفوس يې او د خلکو تګ راتګ زيات دى. پخلا ډاډ ورکړ، چې دا ځل يې هڅه دا ده، تر څو ټولو نږدې او لرې پرتو سيمو ته د واکسين کمپاين ورسوي او ماشومان د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ وژغوري. شاوخوا يوه مياشت وړاندې، د عامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دليل کندهار ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو، چې په افغانستان کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې برياليتوب په پاکستان پورې تړلى دى. د هغې په وينا، افغانستان او پاکستان په اسيا کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ له ويروس څخه کړېږي او هر کال په لسګونو ماشومان په دغې ناروغۍ اخته کېږي. نوموړې ټينګار کړى و، چې په هېواد کې د پوليو پر وړاندې مبارزه هغه مهال بريالۍ کېداى شي، چې په پاکستان کې دغه مبارزه بريالۍ شي، ځکه هر کال د افغانستان او پاکستان تر منځ يو ميليون ماشومان تګ راتګ کوي او دغه ويروس له يوه بل ځاى ته لېږدوي.

ورته موضوع