منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان په تازه بريدونو کې درې تنه ټپي شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

اسعداباد (پژواک ٢ لړم ٩١): د کونړ چارواکي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو په تازه بريدونو کې درې عام وګړي ټپيان شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د لړم په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو ٧٢ توغندي ويشتي دي.

 هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې درې ولسي وګړي ټپي شوي او روغتون ته رسول شوي دي.

 وحيدي وايي، د پاکستاني ځواکونو پرله پسې توغنديزو بريدونو د سيمې خلک اندېښمن کړي اوکه يې مخه ونه نيول شي نو د ژمي په رارسېدو سره به په سيمه کې خلکو ته زياتې ستونزې رامنځته کړي.

 د يادونې ده، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې په دغو بريدونو کې شاوخوا ٦٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 بلخوا د کونړ والي د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې ناسمې بللې چې ګواکې د پاکستاني طالبانو يو قوماندان ملا فضل الله په کونړ کی پټ دى.

 پرون پاکستاني رسنيو د چارواکو له خولې ادعا کړې وه، چې ملا فضل الله په کونړ کې پټ دى او له هغه ځايه پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي.

 د کونړ والي وايي، چې دا د پاکستان د استخبارتي ادارې جوړه شوې ډرامه ده او غواړي چې په دغه کار سره د نړيوالو په سترګو کې خاورې وشيندي.

 هغه زياته کړه: ((نړيوال اوس په دې پوهېږی چي وسلوالې ډلې چېرته مرکزونه لري او د چا له خوا روزل کېږي.))

د هغه په وينا، پاکستان خو پخوا ويل چې اسامه په کونړ کې پټ دى، خو هغه بيا اسلام اباد ته نږدې ووژل شو.

 بلخوا د مولانا فضل الله وياند سراج الدين هم د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د سواتي طالبانو مشر مولانا فضل الله په کونړ کې دى.