لښکرګاه (پژواک ١٤ لړم ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سباوون په نوم نوي خصوصي تلوېزيون په ازمايښتي ډول خپرونې پيل کړې.
د دغه تلوېزيون د ازمايښتي خپرونو د پيل په موخه تېر ماښام يوه غونډه جوړه شوې وه، چې لسګونه ژورنالېستانو، فرهنګيانو او دولتي چارواکو په کې برخه اخيستې وه.
د سباوون ګروپ مشر ميرويس پاڅون دمراسمو پر مهال وويل، چې د تلوېزيون له جوړېدو څخه يي موخه دا ده، چې له دې لارې د هلمند خلکو ته خدمت وکړي.
د هغه په وينا، له وړاندې يې د سباوون په نوم راډيو او پروډکشن درلودل، خو دا چې په هلمند کې له دولتي تلوېزيون پرته بل ځايي تلوېزيون نه و او په دې برخه کې يې تشه احساسوله، نو د همدې لپاره يې هڅې پيل کړې.
نوموړي زياته کړه، چې تلوېزيون به يې تر راتلونکي يو کال پورې ازمايښتي خپرونې ولري، تر څو ټول کارکوونکي مسلکي او خپرونې يې معياري شي.
د ياد تلوېزيون رييس بريالي هلمند هم د تلوېزيون د جوړېدو په اړه وويل، چې اوس مهال يې خپرونې تر نږدې سيمو پورې ليدل کيږي، خو پلان لري، چې په راتلونکې کې يې د خپرونو لړۍ ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو ته ورسيږي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې داسې خپرونه به وړاندې کوي، چې د خلکو د پوهې کچه لوړه شي، ولس د امنيت په ارزښت وپوهيږي او دغه راز به د زده کړې، سولې، کرنې، خبري او معلوماتي خپرونې هم ولري.
په دغو مراسمو کې د هېواد منلي شاعر او ليکوال عبدالباري جهاني هم د تلوېزيون له مسوولينو وغوښتل، چې د ملي يووالي لپاره کار وکړي، نوي ځوانان په کار وګوماري، د پرمختګ لپاره او د جنګ د ختميدو په اړه خپرونې چمتو کړي.
د ننګرهار پوهنتون استاد لال پاچا ازمون د سباوون ګروپ له خبريالانو او کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د هلمند د کولتور او دودنو په برخه کې خپرونې جوړې کړي او په سيمه کې په پرتو ستونزو فيچري خبرونه جوړ کړي او نوي خبريالان وروزي.
ازمون په ځينو خبريالانو او د رسنيو په مسوولينو نيوکه وکړه، چې يواځې د پيسو لپاره کار کوي، چې له دې امله يې خپل مسلک او رسالت هېر کړي او ولس ته پړه دي.
نوموړي زياته کړه، چې يواځې د جګړو او ناامنيو خبرونو خلک ستړي کړي او بايد نور خبريالان د ناخوالو د ختمولو لپاره کار وکړي.
د يادونې ده، چې اوس مهال په هلمند کې د سباوون تلوېزيون ترڅنګ د هلمند دولتي تلوېزيون او د بست، سباوون، موسکا، سمون او د هلمند دولتي راډيوګانې هم خپرونې کوي.