منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۵ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د لوګر د کرنې لېسې ته د ليليې ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

پل علم (پژواک ١٦ لړم ٩١): په لوګر کې د کرنې د مسلکي لېسې د ليليې او خوړنځي لپاره په داسې حال ودانۍ جوړې شوې، چې د دغه ولايت د چارواکو په وينا، اوس هم ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د دغو ودانيو د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ، د پوهنې وزارت تخنيکي مرستيال محمداصف ننګ، ورسره پلاوي او د لوګر ولايت چارواکو ګډون کړى و.

د لوګر د پوهنې رييس محمداکبر ستانکزي وويل، چې يادې ودانۍ په لوګر کې مېشتې د چک هېواد د ولايتي بيارغونې ډلې د پنځه نيم سوه زره ډالرو په مالي مرسته د شپږو مياشتو په موده کې جوړې شوې دي.

د هغه په وينا، د ليليې ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه او ٣٤ خونې لري، چې په يو وخت د ٢٨٠ تنو ځايولو وړتيا لري او په دې سره به وکړاى شي، د لرې پرتو ولسواليو زده کوونکي هم جذب کړي.

د ستانکزي په خبره، د لوګر د کرنې مسلکي لېسه په ١٥ جرېبه ځمکه کې جوړه شوې، چې تدريسي ودانۍ، مجهز لابراتوار، تخنيکي څانګه او نور اړين ملحقات لري او دغه مهال په کې ٢٣٠ زده کوونکي زده کړې کوي.

د پوهنې وزير د مراسمو پر مهال وويل، چې په راتلونکي مالي کال کې به، په لوګر کې د پوهنې په برخه کې ١،٣ ميليارده ډالر ولګوي.

د هغه په وينا، لوګر ته يې د راتګ موخه د پوهنې په برخه کې له شوو کارونو ليدنه، د راتلونکو پلانونو ارزول او د يو شمېر پروژو پرانيستنه وه.

نوموړي زياته کړه، چې په لوګر کې يو شمېر ښوونځي اوس هم ودانۍ نه لري او د راتلونکې بودجې په ورکړې سره به دغه ستونزه هواره شي.

د لوګر والي محمداقبال عزيزي په دغو مراسمو کې وويل، چې په دغه ولايت کې اوس هم ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

نوموړي د پوهنې له وزير او نورو چارواکو وغوښتل، چې په لوګر کې د پوهنې برخې ته پاملرنه ډېره کړي، څو د ترهګرۍ او نورو ورانکارو کړنو او بېکارۍ مخه ونيول شي.

د يادونې ده، دغه مهال د لوګر په ٢٦٢ ښوونځيو کې ١٣٣ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د دې ترڅنګ يو دارالمعلمين او دارالعلوم هم فعال دي.