منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د نجونو د واليبال سيالۍ پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۵ کتنې

کابل  ( پژواک ٢٨ لړم ٩١ ) : په کابل کې د ورزشکارانو د ملي اتحاديې لخوا د نجونو د واليبال سيالۍ د لړم په ٢٨مه، پيل شوې.

د يادې اتحاديې لخوا دلړم په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا سيالۍ د ٢٠٢ شمشاد زون قوماندانۍ په صالون کې پيل شوې او درې ورځې به دوام لري.

د يادې اتحاديې مشر مشر سيد محمود ضيا دشتي وايي چې دا سيالۍ د نجونو او  ښځينه پوليسو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه په لاره اچول شوې دي .

هغه زياته کړه چې د دشتي په وينا، چې په دې سياليو د نجونو پنځو لوبډلو برخه اخيستې وه.

د دشتي په وينا، په دې سياليو کې د ٢٠٢ شماد زون د ښځينه پوليسو دوه لوبډلې، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ، دبدني روزنې، او دالزهرا ټولنې لوبډلو براخيستې ده.