منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

خوست موزيم ته شل قلمه تاريخي اثار وسپارل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

خوست ښار (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): د خوست موزيم ته شل قلمه  هغه لرغوني اثار چې له دوه زره کلونو څخه زيات لرغونتوب لري، د لېندۍ په ٨مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شول.

دغه اثار د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رييس عبدالکريم پتنګ له لوري، چې د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو له لوري ورکړل شوي وو.

هغه د دغو اثارو د سپارلو پر مهال پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې په سپارل شوو تاريخي اثارو  کې پنځه ټوکه په ګوتو ليکل شوي قران شريفونه، د يو لوی حيوان پښتی، بېلابېلې مجسمې او نور تاريخي توکي شامل دي.

د نوموړي په وينا، دغه  شل قلمه تاريخي اثار د خوست د بېلابېلو ولسواليو خلکو ورته  راوړي  او نن يې   خوست موزيم  ته د بډاينې به موخه وسپارل.

د خوست د شيخ زايد پوهنتون رييس او لرغون پېژندونکي پوهندوی محمدرسول باوري چې په دغو مراسمو کې يې برخه لرله، موزيم ته سپارل  شوي لرغوني اثار يې خورا  ارزښتمن وبلل.

باوري پژواک ته وويل، چې په دغو اثارو کې يوه مجسمه چې د ګنيش په نوم ياديږي، د ده د معلوماتو له مخې،  تر ميلاد دوه زره کاله د مخه  اوږد تاريخ لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ګنيش مجسمه ځکه ارزښت لري؛ چې د هېواد په کچه  يوه يې څو کاله وړاندې په ګرديز او بله يې نن په خوست کې پيدا شوې ده.

د باوري په خبره،  له دې معلوميږي چې خوست يوه لرغونې تاريخي او فرهنګي سيمه ده.

د خوست والي عبدالجبار نعمي له پژواک سره د خبرو پر مهال له خوستوالو مننه وکړه، چې له کوم امتياز پرته يې تاريخي اثار راوړي او خوست موزيم ته يې وسپارل.

د هغه په وينا، دوی به هڅه وکړي چې د دغو اثارو ساتنه وکړي او د تاريخي لرغونوالي لپاره يې له اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره په ګډه کار وکړي.

د يادولو وړ ده، چې په خوست موزيم کې د بېلابېلو دورو نږدې څلور سوه تاريخي اثار شته چې زرګونه کاله اوږد تاريخ لري؛ خو د ځای د نشتوالي له امله دا مهال د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په يوه وړه  خونه کې په غيرې مسلکي توګه ځای پر ځای شوي دي.