کابل (پژواک ۱۲ لېندۍ ۹۱): بي بي سي راډيو د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو اترو کې د افغانانو د ګډون په موخه، د نورو سيمه ييزو راډيوګانو په همکارۍ د “افغانستان خبرې کوي” د ځانګړې خپرونې لړۍ پيلوي.
د يادې رسنۍ مسوولين وايي، په پښتو او دري ژبو د افغانستان لپاره د بي بي سي په خپرونو کې د ځانګړو خپرونو يوه برخه ورګډه شوې، چې له نورو سيمه ييزو راډيو ګانو سره په ګډه به يې څپروي.
د افغانستان لپاره د بي بي سي د خپرونو مسوول لطف الله لطيف وايي: “افغانستان خبرې کوي” يوه ځانګړې خپرونه ده، چې د بي بي سي راډيو او ويبپاڼې له خوا به د ډسيمبر له ۳ تر ۷مې نېټې پورې دوام ومومي.
د لطيف د معلوماتو له مخې، دغه غونډې څلور کليدي موضوعات (امنيت، اداري فساد، اقتصاد او د سولې راوستو هڅې) رانغاړي، چې په پښتو او دري ژبو به وي.
هغه زياته کړه، چې بي بي سي راډيو په دې پنځه ورځنۍ برنامه کې د داخل او بهر افغانان سره وصل کوي، څو هغوى د وېرې، هيلو او اندېښنو په اړه خپل نظرونه تبادله او وړاندې کړي.
سرچينې زياته کړه، چې دا خپرونې به له بي بي سي سره هم مهاله له سلو نه زياتې سيمه ييزې راډيوګانې هم خپروي، چې له دې ډلې يې د افغانستان د راډيو، سلام وطندار، کليد راډيو، نوا راډيو او پژواک خبري اژانس له همکارۍ نه يادونه کوي.
هغه زياته کړه، چې “افغانستان خبرې کوي” خپرونې د انټرنېټ له لارې د بي بي سي ويبپاڼې په مخ هم موندل کېږي.










