لښکرګاه (پژواک ٢٣ لېندۍ ٩١): د هلمند دکرنې رياست د چارواکو له خوا د دې ولايت د کرنيزو او حيواني محصولاتو لپاره د بازار موندنې هڅې پيل شوې دي.
د دي ولايت د کرني رييس انجينر عبدالله احمدزي د لېندۍ په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هڅې يې د دې ولايت د کروندګرو او حيواني فارمونو د مسوولينو په غوښتنه پيل کړې دي.
د هغه په وينا،په دې موخه يې يوه غونډه جوړه کړې،چې د بزګرانو ترڅنګ د شرکتونو مسوولينو، ملي او سيمه ييزو سوداګرو او دولتي چارواکو پکې ګډون کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې دوى د خپلې غونډې په ترڅ کې په درې مهمو مسايلو خبرې وکړې، چې د بزګرانو او سوداګرو نظرونه و، د دې ولايت سوداګر په ملي او بيا په نړيواله کچه له سوداګرو سره څنګه اړيکي ولري او د هلمند محصولات په ملي او نړيواله کچه څه ډول بازار موندلى شي.
د کرني رييس وويل، چې تر دې غونډې وروسته به د هلمندد محصولاتو لپاره په کابل کې هم يوه غونډه جوړه کړي، چې په ترڅ کې به يې ملي او نړيوال سوداګر هم ګډون وکړي او د بازار موندنې په موخه به پلانونه جوړ کړي.
د هغه په وينا، هلمند د ميوو تر څنګ پنبه، جوار، مۍ، زعفران او دې ته ورته نورې غلې دانې او محصولات لري، چې په ښو پلانونو سره به وکولاى شي نړيوال مارکېټ پيدا کړي.
احمدزي وويل: ((په دې اړه مو هڅې له وړاندې پيل کړې وې، خو هغه وخت نړيوالو ډونرانو او اړونده موسساتو علاقه نه ښودله، خو کله چې پوه شول، چې له دې لارې د کوکنارو مخه نيولى شي، د مرستو ژمنې يې وکړې.))
د ده په خبره، اوس افغان دولت او نړيوالو ته څرګنده شوې ده، چې کوکنار نړيوال بازار لري، خو حلال توکي يې په هغه اندازه نه لري او له دې امله مرسته کوونکو هېوادونو د مرستې ژمنه کړې، خو حاصلات او پلان به يې له سوداګرو، بزګرانو او افغان دولت سره وي.
د کرني ريېس وويل،چې په دې اړه يې يوه ګډه مشورتي غونډه جوړه کړې، چې د دولتي چارواکو تر څنګ د دې ولايت بزګرانو، ملي سوداګرو، د شرکتونو مسوولينو او په دې برخه کې ماهرانو ګډون کړى و.
په همدې اړه په لښکرګاه کې د سوداګرو د ټولنې رييس حاجي علي احمد ناصري پژواک اژانس ته وويل، چې پرته د دولت له طرحو او مرستو سوداګر نه شي کولاى، په معياري توګه د هېواد کرنيز و او حيواني محصولاتو ته بازار پيداکړي.
نوموړي زياته کړه، چې هلمند د هېواد په کچه يو لوى کرنيز ولايت دى، چې د وچو او تازه مېوو ترڅنګ غلې دانې، پنبه، زعفران، جوار، مۍ او غنم لري، چې د دغه ډول هڅو په پايله کې به له يوې خوا نړيوال بازار وموندل شي او له بلې خوا به په خپله دغه ولايت کې د پروسس فابريکې هم جوړې شي.
په همدې اړه يوه بل سوداګر حاجي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې دا يو ښه هڅه ده، چې سوداګر وکولاى شي ددې ولايت ترڅنګ د هېواد د نورو ولايتونو کرنيز او نور محصولات نړيوال بازار ته وړاندې کړي.
خو نوموړي وويل،چې اوس مهال په دې برخه کې نه يواځې دولت مرسته نه کوي، بلکې د سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د هغه په وينا،دولت بايد سوداګرو ته د پروسس لپاره امکانات پيدا کړي او له نړيوال بازار سره د دوى اړيکې ټينګې کړي.