منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کوشانيانو د دورې ٢١٥ لرغونې سکې ملي موزيم ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل ( پژواک ٢٧ ليندۍ ٩١ ) : د کوشانيانو د دورې ٢١٥ سکې ،چې له لندن څخه راوړل شوې وې ، د بهرنيو چارو وزارت لخوا ملي موزيم ته وسپارل شوې.

په دې اړه نن د( ليندۍ په ٢٧مه) د بهرنيو چارو په وزارت کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

په لندن کې دافغانستان سفير داوود يار په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې دغه  تاريخي اثار ٤٠ کاله مخکې د ډېوېډ ميډول په نامه د يوه انګليسي لرغون پوه لخوا لندن ته وړل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې انګليسي لرغون پوه يادې سکې د زده کړې او خلکو ته دافغانستان لرغونو اثارو د ښودلو په موخه وړې وې.

د نوموړي په وينا، دغه ٢١٥ سکې په لسو ګروپونو وېشل شوې دي، چې د کوشانيانو د حکومت د سلو کلونو پورې اړونده دي.

د کوشانيانو دوره د لومړۍ ميلادي پيړۍ له شپېتم کال څخه ددرېيمې پيړۍ تر وروستيو کلونو (٧٥)پورې غځېدلې وه. دوى د مرکزي اسيا او شمالي هند سيمو پورې واکمني درلوده.

داوود يار وويل ،چې دغه سکې په مرکزي اسيا، هند او افغانستان کې مروجې وې.

د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول وويل، دا ډېر د خوښۍ ځاى دى ، چې دافغانستان په  دې  شرايطو کې هېوادونه دې ته حاضريږي،چې مهم تاريخي اثار بېرته راوسپاري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين وويل، چې له دې مخکې هم له بهر څخه ځينې تاريخي اثار هېواد ته راوړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د جګړو پر مهال دافغانستان ډېر قيمتي او لرغوني اثار بهر ته قاچاق شوي  او د ملي موزيم ودانۍ هم ړنګه شوې وه.

د نوموړي په وينا، د موزيم د ودانۍ په جوړولو کار روان دى، چې يو ميليون ډالر دولت ورکړي او ٦٠٠ زره امريکايي ډالر د امريکا سفارت ورکړي دي.

ده زياته کړه ، چې اوس دغې ودانۍ يو ځل بيا د موزيم شکل خپل کړى، ځکه چې ډېر لرغوني اثار په کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د دې مراسمو په پاى کې د بهرنيو چارو و زير لخوا يادې تاريخي سکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته ورکړل شوې او نوموړي بيا د ملي موزيم مسوولينو ته وسپارلې.