منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د غور ماشومان د تاوتريخوالي او چاودنو عاملينو ته جزا غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

چغچران (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د غور ولايت سلګونو ماشومانو په يوه لاريون کې د چاودنو او تاوتريخوالي عاملين او د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د نجونو وژنه په کلکه وغندله.

د ښوونځيو د ماشومانو په ګډون دارالايتام او د سړک د غاړې ماشومانو، د غور په مرکز چغچران ښار کې لاريون وکړ او د ولايت تر مقامه يو کيلومتر پياده ولاړل.

هغوى د (موږ نور له جګړو او تاوتريخوالي ستړي شوي يو او سوله، عدالت او قانون غواړو) شعار ورکاوه، ويل يې، چې يوازې شعارونه د تاوتريخوالي او فساد عاملينو پر ضد بسنه نه کوي او بايد عملي ګامونه پورته شي.

يوې اته کلنې ماشومې راحلې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د دې لپاره لاريون کړى، چې د تاوتريخوالي او چاودنو پر ضد نفرت وښيي او غواړي د هغو نجونو له کورنيو سره، چې په ننګرهار ولايت کې د يوه ماين قرباني شوې، غمرازي او همدردي وکړي.

درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې ١١ ماشومان، چې ټولې يې نجونې او د ښوونځي زده کوونکې وې، ژوند له لاسه ورکړ.  

د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دغه ماين له تېرو کلونو جګړو په شګلنه سيمه کې پاتې و او هغه مهال پرې وچاودېد، چې د خځلو په ټولولو بوختې وې.

راحلې، چې په تېرو جګړو کې يې پلار له لاسه ورکړى وويل، غواړي د ځان په شان د نورو يتيمانو غږ پورته کړي، چې نور بايد ماشومان په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې ژوند له لاسه ورنه کړي او د علم له نعمته بې برخې نه شي.

د غور د دارالايتام يو دوولس کلن ماشوم محمدرحيم هم د چپرهار ولسوالۍ له غم ليدلو کورنيو سره په همدردۍ ښودلو وويل، چې نور ماشومان له تېريو، چاودنو او تاوتريخوالي څخه ستړي شوي او دا چې افغانستان د کوکنارو په کرلو او په فساد تورنيږي، له دې کليمې رنځ وړي.

دغه لاريون د غور ځوانانو ملي ارګان له خوا په لاره اچول شوى و، د غور د مدني ټولنې د دفتر مسوول او د دغه ارګان غړي خداى يار واقف وويل، دغه لاريون يې ځکه ترسره کړى، چې د چاودنو پر ضد د ماشومانو غږ اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پيل کې د غور په تيوره ولسوالۍ کې اوو ماشومانو داسې مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې په غره کې يې د پوليسو له يوې نږدې پوستې سره خاشاک راټولول.

د غور والي سيد انور اعلى رحمتي، چې له ځينو لاريون کوونکو ماشومانو سره ليدنه وکړه او ويې ويل، چې دوى هم د ماشومانو له دغه لاريون څخه ملاتړ کوي او د ماشومانو پر ضد تاوتريخوالى که په هر ځاى کې وي، غندي يې.

رحمتي زياته کړه، چې سيمه ييزو چارواکو کوښښ کړى، تر څو ماشومانو ته د تعليم زمينه برابره کړي او پر دوى باندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

د غور لاريون کوونکو ماشومانو په امريکا کې هغه وسلوال بريد، چې په پايله کې يې د ښوونځي ځينې ماشومان وژل شوي، هم وغانده.

تېره اونۍ په امريکا کې د ښوونځي پر ماشومانو يوه وسلوال بريد وکړ، چې په پايله کې د ٢٠ ماشومانو په ګډون ٢٨ کسان ووژل.