کابل (پژواک ۲۰ لېندۍ ۹۱): د بې پولې خبريالانو ټولنې د “د خبر رسولو ازادي” په نوم نړيواله جايزه، هشت صبح ورځپاڼې ته ورکړه.
د ۸ صبح ورځپاڼې مسوول مدير شاه حسين مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه جايزه تېره شپه په پاريس کې د لوموند ورځپاڼې په مقر کې د ۸ صبح مسوولينو ته ورکړل شوه .
د هغه په وينا، بې پولې خبريالان، چې مرکز يې په پاريس کې دی، له ١٩٩٢کاله را په دېخوا هر کال هغو مخکښو رسنيو او خبريالانو ته جايزې ورکوي، چې د نړۍ په خطرناکو سيمو کې يې ښه فعاليت کړی وي او له ستونزو سره سره يې د خبر رسونې په برخه کې خپل رسالت په خپلواک او بې پرې ډول ترسره کړی وي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، بې پولې خبريالانو د ښه خبريال جايزه سوري خبريال “مازين دروېش” ته ورکړې ده.
د هغه په وينا، مازين دروېش ته ځکه دا جايزه ورکړل شوه، چې د نړۍ په يوه خطرناکه سيمه کې يې د خبر رسونې ښه فعاليت ترسره کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د طلوع ټلويزيون شپږم او نهم راپور د دې جايزې مستحق وپېژندل شو او مسعود قيام د غوره خبريال په توګه دغه جايزه ګټلې وه.
د بې پولې خبريالانو عمومي رييس کريستوف ديلوري ويلي دي: “دغه جايزه د رسينو له منځه هشت صبح ورځپاڼې ته، چې د نړۍ په يوه ستونزمنه سيمه کې په ازاده توګه د راپور ورکونې ژوندۍ شاهده ده ؛ ځانګړې شوې.”
د ۸ صبح ورځپاڼې د امتياز خاوند سنجر سهيل وايي: “دا جايزه ما، زموږ لوستونکو او د افغانستان ازادو رسنيو ته ستر وياړ دی.
زموږ مطبوعات لا هم ځوان دي، زموږ ډيموکراسي ځوانه ده، د دې جايزې اخيستل موږ ته پر خپل نفس ډاډ رابښي او په دې مو ډاډمنوي، چې د بې پرې او متوازنې خبر رسونې په برخه کې زياتې هڅې وکړو او دولتونه له پخوا نه هم زيات دې ته اړ باسو چې خلکو ته حساب کتاب ورکړي.”
سهيل د دې جايزې د ورکړې په مراسمو کې وويل: “ښايي تاسې ته به زړه راښکوونکې وي، چې هشت صبح په يوه داسې ټولنه کې زوکړه او وده وکړه، چې خلک يې معمولاً په ورځپاڼو پيسې نه ورکوي، سوداګريز اعلانونه د لويو انځوريزو رسنيو جېبونو ته ځي. په ورځپاڼه کې کارکول کم عايد او کم معاش لري، ۸ صبح د زړه په وينو ځان تر دې ځايه رسولی او د يوې ناڅرګندې راتلونکې بوى يې تر پوزې کېږي.”
ښاغلي سنجر په افغانستان کې د رسنيز کار پر وړاندې پرتو ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې افغانستان لا هم د دولت د روڼوالي او د بيان ازادۍ تر ټينګښت پورې اوږد واټن په مخ کې لري.
هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې د مطبوعاتو پر وړاندې د سياستوالو اسانتياوې زياتې شوې؛ خو لا هم د زوراکو او وسلوالو پر وړاندې د خبرو کول اسانه کار نه دى.
سهيل وايي: “هر وخت چې د جنګي جنايتونو، انتقالي عدالت او د بشري حقونو پر رعايت خبرې کوو، نو هغوی د ګواښ په ژبه خبرې کوي؛ خو له همدې سره موږ په هشت صبح کې په دې باور لرو، چې عامه پوهاوی، د خبريالانو زړورتيا او مسلکي عمل کولای شي دولت او د قدرت مرکزونه د خلکو پر وړاندې ځواب ورکوونکي ديموکراتيک او رڼه کړي.
۸ صبح ورځپاڼې د ۱۳۸۶ کال د غبرګولي په ۸ په کابل کې فعاليت پيل کړ او دا مهال په خپل زيات پوښښ سره په کابل او ولايتونو کې په فارسی او پښتو ژبو خپرېږي.










