منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د بغلان لسو ښوونځيو او دوو کلينيکونو ته ودانۍ جوړيږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۵ کتنې

پلخمري (پژواک ۵ مرغومى ۹۱): په بغلان ولايت کې به د لسو ښوونځيو او دوو کلينيکونو ودانۍ، د المان په نږدې درې ميليونه امريکايي ډالره مرستې جوړې شي.

د دې مرستو تړون تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز کې د ولايت د والي سلمان محمد عبادي او په شمالي ولايتونو کې د المان د ملکي استازي ترمنځ لاسليک شو.

د بغلان والي د دغه تړون له لاسليکولو وروسته وويل، چې دغه ودانۍ به د بغلان ولايت په ده صلاح، بنو، پل حصار، خنجان، دوشي او دهنه غوري ولسواليو کې ورغول شي.

نوموړي د دې پروژو په اړه زيات معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، چې لسو ښوونځيو ته د ودانيو په جوړېدو به نهه زره زده کوونکو ته د درسي ټولګيو شته ستونزه هواره شي.

د ويلو ده، چې دا مهال په بغلان ولايت کې ۴۱۰ ښوونځي فعال دي.

مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې سل ښوونځي ودانۍ نه لري.