منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

زعفرانو په کندهار کې د کوکنارو مخه نيولې خو بازار نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کندهار (پژواک ٥ مرغومى ٩١): که څه هم د کندهار په يو شمېر سيمو کې زعفرانو د کوکنارو د کښت مخه نيولې، خو کروندګر وايي، چې د مناسب بازار نشتوالي له امله يې د زعفرانو حاصلات په ګودامونو کې خراب شوي دي.

د کندهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو کروندګر وايي، چې پر خپلو ځمکو يې د کوکنارو پر ځاى په دې هيله زعفران کرلي وو، چې دولت به ورته په بهر کې مناسب بازار پيدا کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ هم نه دي شوي.

د دامان ولسوالۍ د منډيسار سيمې کروندګر نعت الله پژواک اژانس ته وويل، چې پر خپله ځمکه يې څو فصله زعفران کرلي، چې ټول يې په کورني بازار کې پلورلي او ډېره کمه ګټه يې ترې ترلاسه کړې ده.

هغه زياته کړه، د بازار د نشتوالي له امله د ګڼو کروندګرو د زعفرانو حاصلات په زېرمتونو کې په خرابېدو دي.

دى وايي، د زعفرانو کښت د نورو په پرتله لږ خواري غواړي، خو ستونزه دا ده، چې په کور دننه يې بيه ټيټه ده او بهرني بازار ته بيا هغوى لاسرسى نه لري.

د نوموړي په وينا، که دولت د زعفرانو د حاصلاتو د پلور لپاره په بهر کې منظم مارکېټ پيدا نه کړي، ډېر خلک به اړ شي، چې بېرته د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.

د ژېړۍ ولسوالۍ د کلک سيمې يو کروندګر عبدالمجيد هم ورته ستونزه يادوي او وايي، چې په دې وروستيو کې په ګڼو سيمو کې خلکو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې، خو ورته د بازار نشتوالى لويه ستونزه ده.

دى وايي، پخوا يواځې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې زعفران کرل کېدل، خو اوس يې لړۍ ارغنداب، ژېړۍ، دامان، شاوليکوټ او يو شمېر نورو ولسواليو ته هم غځېدلې ده.

نوموړى په دې باور دى، چې په دغه ولايت کې زعفران د کوکنارو د کښت مخه نيولاى شي، خو په دې شرط چې حاصلاتو ته يې وړ بازار وموندل شي.

عبدالمجيد وايي، په کندهار کې يو ګرام زعفران له ٢٠٠ تر ٤٠٠ افغانۍ بيه لري، چې دا بيه ټيټه ده او کروندګرو ته هېڅ ګټه نه کوي.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، د دې پر ځاى چې هر کال د کوکنارو په اړلو ډېر لګښت کوي، د زعفرانو حاصلاتو ته دې منظم بازار پيدا کړي، د کوکنارو د کر مخنيوى په خپله کېږي.

د دغه کروندګر په خبره، د کندهار چاپېريال د زعفرانو د کښت لپاره مناسب دى او تر اوسه يې ښه حاصلات ورکړي دي.

د کندهار ولايت د کرنې رياست مسوولين هم وايي، چې په ګڼو سيمو کې زعفرانو د کوکنارو د کښت مخ نيولې ده.

د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن پژواک ته وويل، دامان، ارغنداب، ژېړۍ او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي، چې کروندګرو په کې تر دې مهاله درې فصله زعفران کرلي دي.

هغه زياتوي، په دغو ټولو ولسواليو کې په منځني ډول هر کروندګر پر خپلو ځمکو باندې تر دوه جريبه پورې زعفران کرلي او ښه حاصلات يې ورکړي دي.

نوموړي د کندهار زعفرانو ته د بازار موندنې په اړه وويل، چې له کرنې وزارت سره په ګډه کار کوي، چې لومړى د زعفرانو د بازار موندنې يوه اتحاديه جوړه کړي او وروسته د کروندګرو حاصلات بهر ته ولېږدوي.

روشن وويل، زعفران له هېواده بهر ښه بازار لري او تر دې مهاله يې د کندهار يوه اندازه زعفران د نمونې په توګه هندوستان او امريکا ته لېږلي دي.

بلخوا په کندهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس ګل محمد شکران وايي، چې دامان د کندهار هغه ولسوالۍ ده، چې کروندګرو يې له تېرو شپږو کلونو راهيسې هېڅ کوکنار نه دي کرلي.

ده وويل، د دې ولسوالۍ کروندګرو د کوکنارو پر ځاى زعفران کرلي او يا يې نور روا کښتونه کړي دي.

دامان د کندهار ښار ختيځ لورې ته د ١٨ کيلومتره په واټن پرته ولسوالي ده، چې د کوکنارو د کښت کچه په کې صفر شوې او شپږ کاله وړاندې په کې د لومړي ځل لپاره زعفران په ازمايښتي بڼه وکرل شول، چې ښه حاصلات يې ورکړل.

شکران وويل، د کندهار لپاره د فوډ زون په نوم مرستندوى پروګرام پلان شوى، چې له لارې به يې د دغې او نورو ولسواليو له کروندګرو سره پراخې مرستې وشي، چې د کوکنارو پر ځاى روا کر کيله کوي.

په دې لړ کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم د امريکا د متحده ايالتونو له استازي مايکل هيګن سره په ليدنه کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په موخه د کروندګرو محصولاتو ته په کور دننه او بهر د باثبات مارکېټ پر موندلو ټينګار وکړ.

والي د کوکنارو کښت د کندهار د کروندګرو اقتصادي مجبوريت بللى و او ويلي يې وو، چې که نړيواله ټولنه او افغان دولت په ګډه د کروندګرو روا محصولاتو ته بازار پيدا کړي، نو هم به د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې شي او هم به څوک کوکنار و نه کري.