اسعداباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩١): د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد په کونړ ولايت کې څلور وسلوال مخالفين ووژل.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد پرون مازديګر د غازي اباد ولسوالۍ د يلګل په دره کې شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو يو ګروپ کشف او بيا يې له هوا څخه د بې پيلوټه الوتکې له لارې په نښه کړ.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسلوال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
شېرولي وايي، چې په دغو عملياتو کې عامو خلکو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په يادو عملياتو کې د دوى هېڅ يو ملګري ته زيان نه دى اوښتى.
د يادونې ده، چې نن په کندوز ولايت کې هم په يو بې پيلوټه هوايي بريد کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.









