منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

توحيدي: ښايي له ٢٠١٤ کال وروسته رسنۍ له محدوديتونو سره مخ شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل(پژواک١٤مرغومى٩١) : له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) اندېښنه لري ، چې  له ٢٠١٤کال وروسته به د ځينو ” متحجرو او متعصبو کسانو او بنسټونو”  لخوا پر رسنيو او خبريالانو محدوديتونه وضع شي .

ددې ادارې مشر صديق الله توحيدي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ،کېداى شي چې په ٢٠١٤کال کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته  په افغانستان کې  پر خبريالانو او رسنيو محدوديتونه وضع وشي .

ده د يادو اشخاصو او بنسټونو په اړه نور معلومات ورنکړل، خو خبريالانو ته  يې په خطاب کې وويل : (( له ٢٠١٤کال وروسته د خبريالۍ په برخه کې بايد موږ د ډېر فشار لپاره چمتوالى ولرو.))

 توحيدي وايي ، په دې  باور نه دى ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې  بل نظام  رامنځته شي، خو  وايي،چې خبريالانو او رسنيو ته به ځينې ستونزې پيدا شي .

ټاکل شوې ، چې په ٢٠١٣ کال کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد لړۍ بشپړه  او په ٢٠١٤ کال کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي .

د خپرو شويو راپورونو له مخې، دا مهال  په افغانستان کې ٥٨ تلويزيونونه ، ١٤٥راډيوګانې ، شاوخوا ٨٠٠ چاپي رسنۍ او يو شمېر خبري اژانسونه فعاليت کوي .

د توحيدي د معلوماتو له مخې، له يادو رسينو څخه ١١تلويزيونونو او ١٢ راډيو ګانو په ٢٠١٢ ميلادي کال کې  فعاليت پيل کړى دى .

دى وايي ، چې په ياد کال کې له کابل څخه خپرېدونکې ” طرف اونيزه” د ولسي جرګې د ځينو غړو د  فشارونو له امله  له فعاليت څخه لوېدلې او د هرات ” اتفاق اسلام”  ورځپاڼه د مالي ستونزو له امله د يوې مودې لپاره تړل شوې وه .

د توحيدي په وينا ، په افغانستان کې  تېر ميلادي کال کې هم  رسنۍ او خبريالان د نورو کلونو په څېر له امنيتي ، مادي او د رسنيو په ادارو کې له  کورنيو ستونزو سره مخ وو.

هغه وايي ، چې معلوماتو ته د لاسرسۍ د قانون مسوده د عدليې وزارت لخوا وروستۍ شوې او ډېر ژر به د وزيرانو شورا ته  وړاندې شي .

دده په وينا، کله چې ياده مسوده په قانون بدله او پلې شي بيا نو دولتي مسوولين نه شي کولى ،چې له خبريالانو څخه معلومات پټ کړي.

  هغه زياته کړه ، چې په رسنيو کې د کار مقرره  هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا برابره  او عدليې وزارت ته استول شوې ده .

دى وايي، چې عدليې وزارت به  دغه مقرره هم  ترڅيړنې وروسته  د وزيرانو شورا ته د تصويب په موخه وړاندې کړي .

دى وايي ،چې د يادې مقررې په تصويبدو سره به د رسنيو د مالکانو او  خبر يالانو ترمنځ په تړون ، له کار څخه ګوښه کېدو ، امتيازونو او نورو برخو کې ډيرې ستونزې له منځه يوسي .

ده وويل ، چې په هيواد کې ډيرې رسنۍ خبريالانو ته ترانسپورټي اسانتياوې نه برابروي ، تقاعد نه ورکوي او دناروغۍ پر مهال او  يا هم په نورو اړينو وختونو کې رخصتي هم نه ورکوي.

هغه زياته کړه : ” په ځينو وختونو کې د رسنيو د مالکانو لخوا له خبريالانو سره داسې تړونونه کيږي ، چې ان پکې بشري حقونه هم نقض کيږي .”

خو توحيدي په دې اړه کومه بېلګه وړاندې نه کړه .