ترينکوټ (پژواک ١٧ مرغومی ۹۱): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې سلګونو کسانو د ځايي چارواکو پر ضد سوله ييز لاريون وکړ.
په دې لاريون کې چې شمېر يې نږدې ٧٠٠ کسانو ته رسېده، په کې ځوانانو، د مدني ټولنو استازو، معيوبينو او ګڼ شمېر زده کوونکو برخه اخيستې وه.
د دې لاريون يوه تنظيموونکي بصير سادات پژواک اژانس ته وويل، دا لاريون يې له دې امله کړى و چې ځايي چارواکي او رييسان په خپل وخت خپلو دندو ته نه راځي او نه هم د خلکو ستونزې په وخت هواروي.
هغه زياته کړه، په ځانګړې توګه د روغتيا او پوهنې په برخه کې د دې ولايت خلک ډېرې ستونزې لري او چارواکي ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.
د لاريون يوه بل ګډونوال سليمان شاه پژواک ته وويل، چې په دې ولايت کې د ورزشي امريت مسوولينو هم د ځوانانو لپاره هېڅ اقدامات نه دي کړي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د ورزش امر ډاکټر روح الله الماس د اروزګان په نامه پيسې د نورو ولايتونو پر ورزشکاران لګوي، خو د دې ولايت د ځوانانو لپاره يې هېڅ نه دي کړي.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل د لاريون کوونکو له لوري پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او ويې ويل، چې لاريون کوونکي له ده سره شخصي ستونزې لري.
هغه زياته کړه، تر خپله وسه يې د روغتيا په برخه کې د خلکو لپاره خدمات وړاندې کړي او د ډېرو موسسو مرستې يې راجلب کړې دي.
د اروزګان ورزشي امر ډاکټر روح الله الماس هم ياد تورونه رد کړل او زياته يې کړه، دا ټول بې بنسټه تورونه دي چې پر ده لګول شوي دي.
د نوموړي په وينا، د اروزګاني ځوانانو پيسې يې د نورو ولايتونو پر لوبغاړو هېڅکله مصرف کړي نه دي.









