منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۲ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

سونا حمامونو د کابل ښاريانو ته د سالمې تفرېح زمينه برابره کړې

· ۹ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک ۱ سلواغه ۹۱): سونا حمامونو او د لمبا سرپټو حوضونو د تنکيو زلميانو او ځوانانو لپاره د تفرېح زمينه برابره کړې ده.

سونا حمامونه، چې له لرغونو فنلنډي دودونو څخه سرچينه اخلي، په صنعتي هېوادونو کې مخينه او خورا زيات محبوبيت لري، خو په دې وروستيو کې ورته حمامونه او سرپټي حوضونه په کابل کې ښار کې هم په عصري ډول جوړ شوي، چې ډېری تنکي ځوانان او ځوانان ورته د لمبا او ساعت تېرۍ لپاره ورځي.

دا مهال د کابل ښار په کارته سه او کارته چهار کې درې حمامونه او سرپټي حوضونه د خصوصي سکټور په مرسته جوړ شوي، چې زيات ځوانان يې جلب کړي دي.

په لومړي سر کې له راجستر کېدو وروسته ورتلونکي کس ته يوه ځانګړې نومره، چې الکترونيکي کلي يې بولي ورکول کېږي او وروسته يو نومره لرونکی صندوق په لمس کولو سره خلاصوي، خپل کالي او اسنادونه په کې ږدي او د حمام او لمبا لپاره ځانګړې جامې ورکول کېږي.

مخکې له دې چې څوک حمام او سونا ډنډ ته ننوځي، په ګرم تشناب کې شاور ته درېږي او يو کس په يوه واړه حوض کې چې تر ښنګرو پورې د کلورين اوبه لري او مکروب له منځه وړي؛ داخلېږي او وروسته د حمام او يا هم سونا ډنډ ته ورځي.

د سونا دغه حمامونه، د لمبا او يخ ډنډونه لري، توده جګوزي (خونه) د وچوالی او بخار سونا، چې په يخو او ګرمو اوبو مجهز دي او همدا راز د مساژ خونه هم په کې شته.

جګوزي يوه کوچنۍ کوټه ده، چې غولی، چت او دېوالونه يې په لرګيو پوښل شوي دي، ګرمه او وچه هوا لري او خلک ترې د خسته ګۍ لرې کولو کار اخلي.

د بخار سونا، چې د لندې سونا په نامه يادېږي، عطرين اوتفت مواد توليدوي او د بدن کوفت وباسي.

وچه سونا بيا دا ډول ده، چې انسان په يوه ځانګړې لرګينه تخته کښېني او د خونې د دېوال له ډبرو توده هوا تولېدېږي، چې ورسره انسان د ارامۍ او راحت احساس کوي او په دې ډول ورته د حمام او لمبا زمينه په ښه ډول برابريږي.

 په لومړي ځل چې کله څوک حمام ته ننوځي؛ نو د حمام او لمبا ځانګړې جامې ورکول کېږي، وروسته په ځانګړي ځای کې شاور اخلي او وروسته يې بيا خوښه ده، چې حمام کوي او که لامبي.

هغه تنکي ځوانان او ځوانان، چې په سونا حمام او حوضونو کې لمبا کوي، وايي، چې په کابل ښار کې د ورزشي تفرېح لپاره مناسب ځايونه نه شته ؛ خو د سونا او سرپټو حوضونو په جوړېدو ورته د سکون او ارام ځای پيدا شوی دی.

له سونا حمامونو څخه يو هم د (لاجورد) په نوم يادېږی، چې تېر کال د چنګاښ په مياشت کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د خصوصي سکتور له خوا په کارته سه سيمه کې پرانيستل شوی دی.

د جاوېد په نوم يو ځوان، چې په دغه ډنډ کې په لمبا بوخت و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له لمبا سره زياته مينه لري او خوند ترې اخلي.

هغه زياته کړه: “د کورنيو جګړو له امله ټول تفريحي ځايونه له منځه لاړل او همدغه نا امنۍ زموږ ځوانانو او تنکيو ځوانانو د لوبو او تفريحي ځايونو د ترويج پر وړاندې يو خنډ و؛ خو اوس مهال سونا حمام او د لمبا عصري ډنډونه جوړ شوي دي، چې واقعاً موږ ته د خوښۍ او ارامۍ احساس راکوي.”

جاوېد، چې ځان د خيرخانې مېنې د غلام حيدرخان لېسې په دولسم ټولګي زده کوونکی را پېژني وايي، چې بهرنيان افغانستان ته د جګړې او نشه يي توکو له ليدلوري ګوري، خو خبر نه دي ،چې دلته د اروپا او امريکا په کچه د سونا حمامونه هم شتون لري، چې د افغانستان پرمختګ څرګندوي.

 

دغه زده کوونکي وويل، چې په اونۍ کې څو ځلې سونا حمام او د لمبا ډنډ ته ځي، دا ډول حوضونه له يوې خوا د لمبا وزرش د پرمختګ او له بلې خوا د ښې روغتيا لامل ګرځي.

يو شمېر نور ځوانان بيا د لمبا دغه حوضونه د لمبا فن لپاره د زمينې په مساعدولو کې مهم ګڼي.

محمد اميري وويل: “د لامبو له زده کولو سره مې زياته مينه لرله، خو مناسب ځای نه و، کله چې په کابل کې سرپټي حوضونه رامنځ ته شول؛ نو زه هم په دې وتوانېدم، چې لامبو زده کړم.”

دغه تنکي زلمي زياته کړه، په اونۍ کې دوې ورځې دغه حوض ته راځي او له همدې برکته اوس مهال په هېواد کې د ټيټ عمر لرونکو په ډله کې يو ښه لوبغاړی شمېرل کېږي، هغه د دې ترڅنګ چې د سالمې تفرېح زمينه ورته مساعده ده، کولای شي د لامبو وزرش هم مخته يوسي.

نوموړي له دولت او پانګه والو وغوښتل، چې په کابل کې دې لا زيات حوضونه رامنځته کړي، څو د ځوانانو لپاره د تفرېح او لامبو يو مناسب ځای رامنځته شي.

د (مجموعۀ آبي لاجورد) يوه مدير ناصر رضايي پژواک ته وويل: “کله چې موږ نورو هېوادونو ته لاړو او سونا حوضونه مو وليدل، نو کوښښ مو وکړ، چې په افغانستان کې هم دا ډول حوضونه جوړ کړو.”

 هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې په هېواد کې عادي حمامونه او حوضونه موجود وو، په عصري ماشين الاتو او چاڼيزو ماشينونو سمبال عصري سونا حمامونو او سرپټو حوضونو شتون نه درلود.

رضايي زياته کړه، چې نږدې هره ورځ تر ۱۵۰ پورې کسان د لاجورد سونا ته راځي، ډېری برخه يې ځوانان او ورزش کاران دي او ځينو ورزشکارانو ته ځانګړی تخفيف هم پام کې نيول شوى دى.

هغه وويل: “د عادي کسانولپاره د ټکټ بيه پنځه سوه افغانۍ ده، خو موږ د ټول هېواد په کچه د ملي لوبډلې درې زره او پنځه سوه ورزشکارانو ته پنځوس سلنه تخفيف په نظر کې نيولی، خو هغه لوبغاړي، چې د نړيوالو لوبو نه کوم مډال راوړي، کولای شي په وړيا ډول له دغو حوضونو او سونا حمام نه ګټه واخلي.”

نوموړي زياته کړه، چې د حوضونو اوبه ۲۴ ساعته چاڼېږي او دغه اوبه يونيم کال ګرنټي لري، خو په لسو مياشتو او يا يوه کال کې د دغه حوض اوبه بدلېږي او هره ورځ د حوض اوبه لابراتوارېږي، د سونا او حوض په هره برخه کې د نابلدو کسانو د لارښوونې لپاره کسان په کار ګومارل شوي دي.

رضايي وويل، چې دوی د لامبو له فدراسيون سره هم د لامبو وهلو د سياليو او ملي لوبډ‌لې د چمتووالي لپاره هم لازمه همکاري لري.

د المپيک د ملي کمېټې د واترپولوی او لامبو فدراسيون يو مسوول قاسم علي حميدي، سونا حمامونه او سرپټي حوضونه د تنکيو ځوانانو او ځوانانو لپاره، د لمبا ورزش د ودې او سالمې تفرېح لپاره خورا ګټور ګڼي.

حميدي په داسې حال کې، چې سونا حمامونه او سرپټي حوضونه د ټولنې د ټولو قشرونو او ورزشکارانو لپاره يو خدمت ګڼي او وايي، چې دا مهال د کابل ښار په کچه درې سرپټي حوضونه او سونا شتون لري، چې له ورته ځايونو سره به د ځوانانود زياتو لېوالتيا له مخې نور حوضونه هم جوړ شي.

هغه وويل، له تخنيکي او تخصصي نظره، چې هر څومره يو لامبوزن په خپله لمبا تمرکز او ارام ولري، په هماغه اندازه کولای شي، په ښه ډول ولامبي، دغه ارامښت د هغه په ورځني ژوند، درس او کار هم مثبت اغېز لرلای شي.

نوموړي زياته کړه: “ځوانان د خورا لوړو کارونو استعداد لري؛ خو په دې شرط چې امکانات ورته برابر شي.”

د هغه په وينا، په تېر کې به د لامبو ورزش د دا ډول حوضونو د نه شتون له امله په سرلوڅو حوضونو کې ترسره کېده، چې هغه به هم په کال کې درې مياشتې فعال وو او د دې څانګې ورزشکارانو به نهه نورې مياشتې به انتظار و، خو اوس کولای شي چې د کال په هر موسم کې لامبو ووهي.

حميدي له پانګه والو وغوښتل، چې د ځوانانو لپاره په مناسبو تفرېح ځايونو پانګونه وکړي، څو ځوانان په سالمو لارو چارو بوخت او د ورزش د ودې لامل وګرځي.

سرچينې د عادي او سونا حمامونو د توپير په اړه وويل: “عادي حمامونو ته خلک د نظافت لپاره ورځي؛ خو له علمي نظره په نورو هېوادونو کې بيا سونا حمامونه په طبابت کې کارېږي او زموږ حمامونه هم خپل ټاکلي مقررات لري.”

شاه جهان شايان، چې د لاجورد په سونا حوض کې د ډاکتر په توګه دنده اجراکوي وايي، ځيني کسان، چې د جلد او تنفسي سيستم ناروغۍ ولري، د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه په ناروغيو د اخته کسانو په اړه وويل: “کله چې زموږ مشتريان راځي، نو جامې لرې کوي، موږ په هغوی څېړنه کوو، چې جلدي ناروغۍ ونه لري، زموږ ټاکلي افراد هغه کسان تشخيصوي، چې په تنفسي ناروغيو اخته وي، د هغو کسانو لپاره، چې به حوض او يا سونامي کې دننه ټپي کېږي او يا يې فشار ښکته راځي؛ نو ورته لازم خدمتونه په نظر کې نيول شوي دي.”

د علمي څېړنو له مخې، سونا له ټيټ عمر نه نيولو تر ټولو لوړ عمره کسانو لپاره د کارونې وړ دی.

منظم سونا د بدن د سلامتيا لپاره کوم خطر نه لري، بلکې د دې برعکس د يوه کس لپاره پاکي او ارامتيا رامنځته کوي.

د دې ترڅنګ د بدن طبيعي دفاعي سيستم پياوړی کوی، په ځانګړي ډول د اندېښنو او ناروغيو پر مهال د بدن د وينې سيستم په حرکت راولي او پوستکي ته هم غښتلتيا وربښي.

خو د تمې خلاف ، سونا د هغو کسانو د تنفس د کنټرول لپاره، چې د وينې په فشار اخته دي، ګټور دي او د زړه سکتې لرونکو کسانو لپاره هم توان ورکوي، په نفس تنګۍ او مزمن برونشيت اخته ناروغانو لپاره هم ګټه لري.

سونا د التهابي روماتېزمونو (آرتروز، پلی آرتروئيد رماتوئيد)، مفصلي دردونو او ماهيچو ايستلو لپاره هم اغېز من دي او په ځينو مواردو کې د جلدي ناروغيو لپاره (د جلد مکروبي کېدل) هم ګټور وي.

خو کېدای شي، چې سونا د ستوني او زړه په التهاب د اخته ناروغانو لپاره خطرناک وي.

د ولسمشر روغتيايي سلاکار ډاکتر فيض الله کاکړ وايي، چې د سونا ګټې د هغې د جانبي ضررونو په نسبت زياتې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له څو مخکنيو پېړيو راهيسې په ځينو هېوادونو کې له سونا ګټه اخيستل کېږي، چې د پښو د درد او جلدي ناروغيو لپاره خورا ګټور دي، خو هغه څوک چې د وينې فشار په ځانګړي ډول د وينې ټيټ فشار لري، بايد د سونا له کارولو ډډه وکړي.

بلخوا بيا علمي څېړنې څرګندوي، چې د عامه تصور خلاف د سونا حمامونه منظمه کارونه د ډنګروالي سبب نه ګرځي، دا سمه ده چې د سونا کارول د بدن اوبه (نه غوړ) د خولو له لارې کموي؛ خو دغه له لاسه تللي مايعات د اوبه په څښلو بېرته په چټکۍ سره بدن ته جذبېږي.

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم رييس خيرمحمد صفدري وايي، چې په کابل ښار کې د ۸۰ ښځينه حمامونو نږدې ۳۰۰ عمومي حمامونه او سقاوې (انفرادي) شتون لري.

همدارنګه د المپيک ملي کمېټې د لامبو فدراسيون وايي، چې په دې وروستيو کې په کابل کې د سونا درې سټنډرد سرپټي حوضونه جوړ شوي او د لامبو ۱۰ سرلوڅي حوضونه هم شتون لري، چې له فدراسيون سره ثبت شوي، خو سرلوڅي حوضونه بيا معياري نه دي.