ژبه

افغانستان د بيان په ازادۍ کې تر پاکستان او هند مخکې دى

کابل-واشنګټن (پژواک ١١ سلواغه ٩١): افغانستان د بيان په ازادۍ کې له پاکستان او هندوستان څخه مخکې او د نړۍ په کچه يې په ١٢٨ مقام کې ځاى موندلى دى.

دغه څرګندونې په هغه راپور کې شوې، چې د سلواغې په ١١مه د بې پولې خبريالانو د نړيوال سازمان (ار. اېس. اېف) له خوا خپور شوى دى.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان د بيان په ازادۍ کې ٢٠ نومرې پورته شوى او تېر کال يې د نړۍ په هېوادونو کې ١٤٨ مقام درلود.

سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې د ژورنالېستانو وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوى، که څه هم د افغانستان خبريالان له يو شمېر ننګونو او ګواښونو سره مخ دي، په ځانګړې توګه له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته .

د بې پولې خبريالانو په راپور کې راغلي، چې افغانستان د بيان د ازادۍ په برخه کې د تېر په پرتله د پام وړ پرمختګ کړى، که څه هم د ژورنالېستانو پر وړاندې تاوتريخوالى په بشپړه توګه نه دى له منځه تللى.

په دغه راپور کې په ډاګه شوې، چې په افغانستان کې د بيان ازادي تر هند او پاکستان ښه ده، هندوستان د بيان په ازادۍ کې په ١٤٠ او پاکستان په ١٥٩ کې مقام کې ځاى لري.

په دغه راپور کې راغلي، چې د ٢٠١٢ کال پر مهال په افغانستان کې کوم ژورنالېست نه دى وژل شوى، په داسې حال کې چې په هلمند او پکتيکا ولايتونو کې دوه خبريالان وژل شوي وو.

د افغانستان د رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) يو مسوول عبدالمجيب خلوتګر وايي، چې دوى د بيان او رسنيو ازادۍ ته په دوو سترګو ګوري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې رښتيا هم په افغانستان کې رسنۍ مسلکي شوې، د رسنيو شمېر زيات شوى، د رسنيو کاري وړتيا هم لوړه شوې ده او په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوى دى.

خو نوموړي زياته کړه، چې په ټوليزه توګه اوس هم د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې ځيني محدوديتونه او ننګونې شته، چې له امله يې يو شمېر خبريالانو او په ځانګړې توګه ښځينه خبريالانو خپلې دندې پرېيښې دي.

خلوتګر دا هم وويل، چې د حکومت، وسلوالو مخالفينو او ځينو جنګ سالارانو له خوا اوس هم پر رسنيو او خبريالانو فشارونه راوړل کېږي چې دغه فشارونه د دوى د کارونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

د سياسي چارو کارپوه او د محاذ مهالنۍ خپرونې مسوول مدير محمدحسن حقيار هم مني، چې په افغانستان کې د بيان ازادي تر ګاونډيانو زياته او ښه ده.

خو نوموړى وايي، چې په دې برخه کې ځينې ستونزې هم شته او له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې نور اقدامات وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ځينې دولتي ادارې او د وزارتونو وياندويانو خبريالانو ته معلومات نه ورکوي او ځيني مهال خبريالانو ته ستونزې هم راولاړوي.

حقيار وايي، چې د دولت وسلوال مخالفين او په هېواد کې ټوپک سالاران او زورواکي هم ځيني وختونه خبريالانو ته ستونزې راولاړوي.