کابل (پژواک ١١ سلواغه ٩١): له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) وايي، چې که د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخې ته تېر شوى سړک د “بيان ازادۍ” په نوم ونه نومول شي، نو لاريونونه به وکړي.
يو شمېر خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو د مرغومي په ٢٥مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته په مخامخ سړک يوه لوحه، چې “بيان ازادي” پرې ليکل شوي و، نصب کړه.
د نى چارواکي وايي، چې دغه لوحه د اطلاعاتو او کلتور وزارت بېرته لرې کړې ده.
نن يو ځل بيا شاوخوا ٤٠ تنه د نى کارکوونکي او د دې ادارې د روزنيزې څانګې فارغان د دغه وزارت مخې ته د لنډ وخت لپاره راټول شول او د بيان ازادۍ په نوم يې د دغه سړک د نومولو غوښتنه کوله.
له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر نجيب خلوتګر يو له يادو کسانو څخه و.
هغه وويل، چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د کابل ښار د سړکونو نومونې له کمېسيون څخه په رسمي توګه غوښتي و، چې دغه سړک د بيان ازادۍ په نوم ونوموي.
خو دى وايي، چې تر اوسه دغه کار نه دى شوى.
هغه زياته کړه، چې که د دوى دغه غوښتنه ونه منل شي، نو پر له پسې اعتراضي غونډې او لاريونونه به وکړي.
د دغه وزارت نشراتي مرستيال دين محمد مبارز راشدي خبريالانو ته وويل، چې دى د نى ادارې د کسانو د نننۍ راټولېدنې په اړه معلومات نه لري.
هغه زياته کړه ، چې د ياد سړک د نومولو د موضوع د څېړلو لپاره د اطلاعاتو او کلتور د وزير سيد مخدوم رهين په مشرۍ کمېسيون کار کوي او په دې اړه معلومات هم د اطلاعاتو او کلتور وزير ورکولاى شي.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د “بيان ازادۍ” په نوم د ياد سړک نومول ناشوني دى.
هغه ويلي و: “د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته مخامخ سړک له نيمې پېړۍ راهيسې د يوه ستر مجاهد محمدجان خان وردګ په نوم نومول شوى او نوم يې نه شي بدلېداى.”
خو د ده په وينا، د کابل ښار د سړکونو د نومونې کمېسيون په نظر کې لري، چې په کابل ښار کې څلور سړکونه، د ډيموکراسۍ، د بيان ازادۍ، مطبوعاتو او اساسي قانون په نومونو ونوموي.
سيد مخدوم رهين دا ونه ويل، چې کوم سړکونه به په يادو نومونو ونومول شي، خو زياته يې کړه، چې ځايونه يې مشخص دي او لوحې به يې تر ليکلو وروسته نصب شي.










