منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۳ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پوليو لا هم په سوېلي ولايتونو کې د ماشومانو پر وړاندې لوى ګواښ دى

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

 کندهار ښار (پژواک، ١٧ سلواغه ٩١): د کندهار ولايت روغتيايي مسوولين وايي، چې لا هم پوليو يا ګوزڼ د ماشومانو د روغتيا پر وړاندې لوى ګواښ دى او په دې برخه کې جدي کار او پرله پسې هڅو ته اړتيا ده.

 په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي په موخه د هڅو د ګړندي کولو لپاره روغتيايي کارکوونکو، دولتي چارواکو او عامو خلکو په ګډون يوه پراخه غونډه جوړه شوه او پر دې يې بحث وکړ، چې څنګه کېدلى شي ماشومان له دغې ناروغۍ وژغورل شي.

 د غونډې برخه والو له دولتي مامورينو او خلکو وغوښتل، چې د پوليو د مخنيوي پر وړاندې ګډه مبارزه او ډېر کار وکړي.

 په کندهار کې د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا غونډې ته وويل، چې لا هم په سوېلي حوزه کي د پوليو ناروغي ګڼ شمېر کوچنيان ځپي.

 هغه زياته کړه، د پوليو له ويروس سره د مبارزې په برخه کې ډېرې ستونزې د کندهار په زياتو سيمو کې د ناامنۍ له کبله دي.

 دى وايي: ((ډېری ځايي اوسېدونکي لومړنيو روغتيايي اسانتياوو او د پوليو واکسين ته لاسرسى نه لري.))

 پخلا که څه هم په دې وروستيو کې د هېواد په کچه د پوليو پېښې ۹۹ سلنه کمې بولي، خو وايي، چې په سوېلي حوزه کې لا هم پوليو لوى ګواښ دى.

 د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په ټول هېواد کې ۳۷ د پوليو پېښې، چې ۲۴ يې يواځې په سوېل کې وې، ثبت شوې دي.

 نوموړي يو ځل بيا له ملا امانو، قومي مشرانو او دغه راز د کورنيو له مشرانو وغوښتل، چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد دوه څاڅکي واکسين ورکړي، ترڅو د پوليو ناروغۍ مخه ونيول شي.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم، په سوېل کې د پوليو د ناروغۍ په شته والي اندېښنه وښودله او د يادې ناروغۍ په له منځه وړلو کې يې له دولتي او غير دولتي کسانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 هغه د دولت پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ، چې د پوليو د ناروغۍ پر وړاندې د روغتيايي کارکوونکو د کار خنډ نه شي، ترڅو په ټوله سيمه کې کوچنيانو ته پر وخت واکسين ورسېږي.

 پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ هغه ناروغي ده، چې له امله يې په افغانستان په ځانګړي ډول په سوېلي حوزه کې هر کال يو شمېر ماشومان مري او يا هم د ټول عمر لپاره معلولېږي.

 په داسې حال کې، چې له ټولې نړۍ څخه د پوليو يا کوچنيانو د ګوزڼ د ناروغۍ لمنه په بشپړه توګه ټوله شوې، خو په درېيو هېوادونو افغانستان، پاکستان او نايجېريا کې لا هم ماشومان له دغې ناروغۍ کړېږي.