ژبه

کندهار (پژواک، دسلواغې ٢٦مه، ٩١) :د پسرلي موسم د راتلو په درشل کې په کندهار ولايت کې د کرنې رياست او ښاروالۍ له خوا په ګډه ١١ سوه زره مېوه لرونکې او بې مېوې نيالګي ايښودل کېږي.

د نياليو د ايښودلو لړۍ نن د کندهار د والي ډاکټر توريالي ويسا له خوا د کندهار ښار له عيده ګاه سيمې څخه پيل شوه.

 يسا د نيالګيو ايښودلو پر مهال وويل، چې سږ کال په کندهار کې د کرنې رياست او ښاروالۍ له لوري ١١ سوه زره نيالګي ايښودل کېږي، چې د نورو کلونو په پرتله يې شمېره زياته ده.

 هغه زياته کړه، د دغو مېوه لرونکو او بې مېوې نيالګو نيمه برخه په کندهار ښار او نيمايي برخه  يې په ولسواليو کې د بېلابېلو ټولنو او دولتي ادارو له خوا ايښودل کيږي.

 نوموړي، د کندهار ولايت له اوسېدونکو هم وغوښتل، چې د نيالګيو ايښودلو په ملي کمپاين کې برخه واخلي او د خپلې استوګنې سيمې سرسبزه کړي.

 هغه دغه راز ټينګار وکړ، چې خلک بايد د نيالګيو ساتنې ته هم پام وکړي، چې په سمه توګه وروزل شي او د کندهار چاپېريال ته ښکلا وبښي.

 د کندهار ښاروالۍ او کرنې رياست مسوولين وايي، چې سږ کال يې په دې ولايت کې د نيالګيو د ايښودلو لپاره يو جامع پلان جوړ کړى، چې له مخې به يې نيالګي په سمه توګه وساتل شي.

 د کندهار د کرنې رييس انجنير احمد شاه روشن وويل، چې اداره يې سږ کال د نيالګيو د ايښودلو تر څنګ د هغو ساتنې ته پام کوي او په دې برخه کې يې د ښاروالۍ او کرنې رياست پرسونل په دندو ګومارلى دى.

 خو هغه ډېر ټينګار پر خلکو وکړ، چې بايد هغوى هم د نيالګيو د ايښودلو تر څنګ د نيالګو ساتنې او مراقبت ته پام وکړي.

 د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې په تېر کې د ايښودل شويو نيالګيو ډېره برخه څه موده وروسته د نه پاملرنې له امله وچېدله، اړوندو ادارو ته په کار دي، چې سږ کال د نيالګيو روزلو ته ډېره پاملرنه وکړي.