کابل (پژواک ۱۲ کب ۹۱): د افغانستان د علماوو شورا او د چارو ځينې شنونکي د پاکستان د علماوو شورا د رييس دا څرګندونې، چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه روا دي، په کلکه ردوي او دا يوه استخباراتي فتوا ګڼي.
د پاکستان د علماوو شورا رييس مولوي طاهر اشرفي په افغانستان، فلسطين او کشمير کې ځانمرګو بريدونو ته جواز ورکړی او وايي، چې افغانستان، فلسطين او کشمير د امريکا، اسراييلو او هندوستان له خوا اشغال شوي، نو له همدې امله په دغو هېوادونو کې ځانمرګي بريدونه روا دي.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د پاکستان د علماوو شورا به هېڅکله هم د طالبانو پر ضد ديني فتوا صادره نه کړي؛ ځکه چې په افغانستان کې د هغوی ځانمرګي بريدونه ديني جواز لري.
اشرفي په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه او د هزاره ګانو په نښه کول غندلي او وايي، په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو دليل له امريکا سره د پاکستان همکاري، خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د دغه هېواد “اشغال” دی.
د افغانستان د علماوو شورا دغه خبرې ردوي او وايي، چې د پاکستان د علماوو شورا د رييس فتوا شرعي بڼه نه لري.
د افغانستان د عالمانو شورا له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه فتوا د قران او سنتو له مخې کوم اصل او بنسټ نلري، بلکې سياسي او استخباراتي تبليغ او هڅونې دي، چې هېڅ ستونزه ورباندې نه يواځې هوارېداى نه شي، بلکې د مسلمانانو په منځ کې لا نورې ستونزې او فتنې هم راولاړوي.
د سرچينې په وينا: “له بده مرغه پاکستاني لوري د قران کريم او نبوي احاديثو د قطعي نصوصو په خلاف ويلي، چې په پاکستان کې ځانمرګي ناروا او په افغانستان کې جايز دي.”
د خبرپاڼې له مخې، دا په داسې حال کې ده ،چې په افغانستان کې ديني شعاير پرځاى او په محاکمو کې د اسلامي شريعت پربنسټ پرېکړې کېږي او اساسي قانون هم په دې صراحت لري.
د اساسي قانون په درېيمه ماده کې راغلي: “په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولى چې د اسلام د سپېڅلې دين د معتقداتو او احکامو مخالف وي.”
خو د سرچينې په وينا، په پاکستان کې د نفاذ شريعت لپاره ناکامې چيغې پورته کېږي، چې تراوسه يې دا هيله نه ده ترسره شوې.
د افغانستان د علماوو شورا غړي حافظ عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل، د ځانمرګو بريدونو په اړه شرعي نصوص شتون نه لري، ان په اسلام کې انسانانو ته اجازه نه شته چې ځانوژنه وکړي؛ نو په دې اساس ځانمرګي بريدونه هم ځانوژنه ده او په اسلام کې جواز نه لري.
هغه زياته کړه: “خدای تعالی په قرانکريم کې په صراحت سره فرمايلي دي، چې ځانوژنه مه کوﺉ، د پيغمر صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې هم راغلی دي، چې: “هر چا چې خپل نفس په څه سره وواژه، د قيامت په ورځ به هماغسې جزا ورکول کېږي او په هماغه ډول به د قيامت په ورځ هم وژل کېږي.”
د افغانستان د علماوو شورا دغه غړي وويل: “د افغانستان د عالمانو شورا دغه وينا، چې په دې وروستيو کې يې کړې او په افغانستان کې يې ځانمرګي بريدونه روا بللي، يوه ديني مسئله نه، بلکې يوه استخباراتي فتوا ده.”
هغه زياته کړه، چې د اسلام دين يواځې پاکستان او يا هم يوې ځانګړې قبيلې ته نه دی راغلی.
په پاکستان کې هم داسې عالمان شته، چې ځانمرګي بريدونه حرام ګڼي؛ ځکه چې په افغانستان کې په ځانمرګو بريدونو کې ډېری ملکي وګړي، ديني عالمان او ملا امامان وژل کېږي.
د سياسي چارو کارپوه احمدسعيدي هم وايي، چې د افغانستان د عالمانو شورا رييس دغه فتوا د پاکستان د څارګرې ادارې (ISI) په سپارښتنه صادره کړې ده.
هغه پژواک ته وويل، چې (ISI) د پاکستان د عالمانو شورا په ټاکلو کې لاس لري او هغه کس د دې شورا د رييس په توګه ټاکل کېږي، چې د اردو او څارګرې ادارې له خوا تاييد شوى وي؛ نو ځکه خو د هغه هېواد د عالمانو شورا رييس نه شي کولای چې دا ډول فتوا پر خپل سر صادره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان سترمفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله سږ کال د لوی اختر په مراسمو کې ځانمرګي بريدونه حرام وبلل او اعلان يې وکړ، چې د دغو بريدونو عاملان به د سخت عذاب مستحق وي، تر ابده به د دوزخ په اور کې سوځي او توبه يې هم نه قبلېږي.
د پاکستان د عالمانو شورا د رييس څرګندونو وروسته له هغه غبرګون وموند، چې نږدې درې مياشتې وړاندې د افغانستان او پاکستان عالمانو په اسلام اباد کې په يوه ناسته کې، په کابل کې د دواړو هېوادونو د ديني عالمانو پر ناسته هوکړې ته ورسېدل او ټاکل شوې وه، چې دغه ناسته د روان زېږديز کال په جنورۍ مياشت کې د تندلارۍ او ځانمرګو بريدونو د مخنيوي په موخه په کابل کې ترسره شي.
خو د پاکستان د عالمانو شورا اعلان وکړ، چې په دې ناسته کې د طالبانو د نه حضور او د افغانستان د عالمانو له خوا د يوې ځانګړې کړنلارې د نه شتون له امله ګډون نه کوي.
خو د افغانستان د عالمانو شورا دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاکستان د نه ګډون په اړه د دغه هېواد يوه پلمه بولي او څرګندوي، چې د پاکستان د عالمانو شورا دغه دلايل قانع کوونکي نه دي؛ ځکه ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د طالبانو او ځانمرګو بريدونو په اړه فتوا صادره شي.










