منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د بيان ازادۍ په برخه کې لاسته راوړنې دې د سياسي معاملو ښکار نه کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک ۱۳ کب ۹۱): د افغانستان د خپلواکو رسنيو د څار بنسټ د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي دډېرېدا په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره  په ډاګه کړه، چې په تېره يوه لسيزه کې د بيان ازادۍ او بشري حقونو په برخه کې شته لاسته راوړنې دې د حکومت د سياسي معاملو او خپل سريو ښکار نه کېږي.

د دغه بنسټ چارواکي وايي، چې د تېر زېږديز کال په دوو لومړيو مياشتو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۲ پېښې رامنځته شوې، خو د روان زېږديز کال په لومړيو دوو مياشتو کې دغه شمېره ۳۱ ته لوړه شوې ده.

د دغه بنسټ په خبره، وسله والو مخالفين او نامعلوم کسان يواځې د تاوتريخوالو د دوو پېښو مسوول دي، خو ۲۹ نورې پېښې د حکومت له خوا ترسره شوې دي.

د افغانستان د ازادو رسنيو د څار د بنسټ (نی) اجراييوي رييس مجيب الله خلوتګر نن (د کب ۱۳مه) په کابل کې په يوه خبري غونډه کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالو پېښو د زياتېدو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې په کابل او ولايتونو کې د رسنيو خبريالان د حکومتي بنسټونو، په ځانګړي ډول د امنيتي بنسټونو له خوا وهل شوي او سپکاوی ورته شوی دی.

هغه زياته کړه: “له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره دې موږ ته ځواب ووايي، چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې د لوړېدو لامل څه دی؟ او بايد چې له هرې ممکنې لارې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.”

خلوتګر زياته کړه، چې د امنيتي معضلاتو زياتوالی، د حکومت په دننه کې د روڼ اندو چوپتيا، په حکومت کې د تنګ فکرو کسانو له اندازې زيات شتون او د اطلاعات او فرهنګ وزارت ټنبلي له هغو دلايلو دي، چې د خبريالانو پر وړاندې يې تاوتريخوالی زيات کړی دی.

د نی اجرائيوي رييس له ملي شورا هم  وغوښتل، چې د خبريالانو پر وړاندې د  تاوتريخوالي کچې لوړېدو ستونزه دې د رسنيزو سرغړونو او شکاياتو ته د رسېدنې کمېسيون په کاري اجنډا کې شامله کړي.

د خلوتګر په وينا، دغه کمېسيون غيرقانوني دی، دوی په دې اړه په ملي شورا کې د خلکو له ځينو استازو سره خبرې کړي او هغوی ژمنه کړې، چې په دې اړه اقدام وکړي.

هغه له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل، چې  د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې دې د افغانستان د بشري حقونو او بيان ازادۍ لاسته راوړنې نه پرېږدي، چې د حکومت د خپلسرو کړنو او سياسي معاملو ښکار شي.

نوموړي وويل: “د ولسمشريزو ټاکنو او د ۲۰۱۴ کال رانږدې کېدو نه يواځې د رسنيو، بلکې د بشري حقونو په اړه هم د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.”

هغه زياته کړه: “زموږ باور دا دی، چې له يوې خوا ټاکنې او له بلې خوا ۲۰۱۴ کال را نږدې کېږي، له افغانستان څخه بهرني ځواکونه او مرستې کمېږي، خو که د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شي، نو لږ تر لږه به د بيان ازادي په دغه هېواد کې زيات زيان وګوري، که د بيان ازادي زيان وويني، نو په خپله ورسره بشري حقونه هم زيانمنېږي.”

يو شمېرخبريالان هم وايي، چې د خپل مسلک پر وړاندې له سختو ستونزو سره مخ دي او لازمه ده، چې حکومت ورته ژر تر ژره پاملرنه وکړي.

په کابل کې د شمشاد شخصي تلوېزيون خبريال ذبيح ظاهر پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی او خبريالان د خبر د پوښښ پر مهال د حکومتي بنسټونو په ځانګړي ډول امنيتي ارګانونو له خوا وهل کېږي.

هغه زياته کړه: “که چېرې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي په همدې ډول دوام وکړي، نو په هېواد کې به د بيان ازادي له ننګونو سره مخ شي او د خبريالانو لپاره به کاري ساحه تنګه کړي، چې کېدای شي دا چاره د بيان ازادۍ په زيان تمامه شي.”

دغه خبريال وويل: په داسې حال کې چې د بيان ازادي د حکومت له سترو لاسته راوړنو حسابېږي، خو حکومت د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه هېڅ کوم اقدام نه دی کړی او بې تفاوتي يې اختيار کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر ۲۰۱۲ زېږديز کال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۶۹پېښې، چې وژنې، ټپي کېدل، وهل ټکول، ګواښ او سپکاوی په کې شامل دي، د افغانستان د ازادو رسنيو د څار بنسټ (نى) له خوا ثبت شوې دي .