غزني ښار (پژواک ۱۳ کب ۹۱): په غزني ولايت کې د يوې ۱۵ کلنې نجلۍ پر کيڼ لاس د الله پاک نوم راڅرګند شوى دى.
دغه پېغله نجلۍ، چې بي بي فاطمه نومېږي او د ده يک ولسوالۍ د رامک کلي اوسېدونکې ده، وايي، چې له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې يې پر چپ لاس باندې د الله پاک نوم راڅرګند شوی دى.
هغې د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هغه مهال پوه شوم چې راباندې تېزه تبه راغله او درې ورځې په کور کې په خپل بستر پرته ومه.))
د فاطمې پلار نظرمحمد، چې له خپلې لور سره د غزني ښار ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل، چې ٢٥ ورځې وړاندې يې د لور کيڼ لاس درد کاوه، خو کله چې يې وليدل د الله ج نوم پرې راڅرګند شوى و.
نظرمحمدوايي، هغه وخت يې د قران شريف ختم او خيرات وکړ او د خپلې لور په لاس يې د الله (ج) نوم څو تنو ديني عالمانو ته هم ور وښود، هغو ټولوورته ويلي، چې دا د الله يوه معجزه ده.
د فاطمي پلار وايي، چې لور يې له څه مودې راهيسې ديني زده کړې کوي او د قران شريف څو سورتونه يې هم يادکړي دي.
د نوموړي په وينا، فاطمه له وړوکوالي يوه ارامه نجلۍ ده او تل قران کريم تلاوت کوي.
د مولوي شايق احمد په نوم يو ديني عالم وايي، چې الله د خپل قدرت نښې هر چېرې او په هرڅه کې راڅرګندوي.
هغه زياته کړه، چې په دې سره بايد پر الله او د هغه پر پيغمبر د مسلمانانو باور نور هم قوي شي او په ژوند کې رښتينې لاره غوره کړي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دا ډول پېښې راڅرګندې شوې دي.










