کندهار ښار (پژواک، ١٥ کب ٩١): د کندهار ولايت لسګونو ديني عالمانو د يوې غونډې په جوړولو سره، د ځانمرګو بريدونو په اړه د پاکستاني ملا طاهر اشرفي فتوا په سختو ټکو وغندله او هغه يې له اسلام سره په ټکر کې وګڼله.
د پاکستان د علماوو مشر ملا طاهر اشرفي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې ګواکې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه روا او په پاکستان کې ناروا دي.
په همدې موخه نن د کندهار د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې د زيات شمېر ديني عالمانو په ګډون يوه غونډه جوړه شوې وه، چې ټولو ديني عالمانو د پاکستان د علماوو د رييس ملا طاهر محمود اشرفي فتوا په کې په سختو ټکو وغندله.
ديني عالمانو ملا اشرفي د پاکستان د استخباراتو غړى وباله او د نوموړي دا څرګندونې يې په افغانستان کې د شر اچولو په معنا يادې کړې.
د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي ټولنې مشر قاري بشيراحمد د طاهر اشرفي د ځانمرګي بريد په اړه صادره کړې فتوا غير شرعي او له اسلامي حدودو څخه بهر وبلله، په اسلام کې يې د ځانمرګي بريد رواکوونکي د اسلام له دايرې څخه وتلي ياد کړل.
د غونډې يوه بل ويناوال وويل، ځانمرګي بريد هيڅ جواز نه لري، ځکه په افغانستان کې په دغو بريدونو کې ډېر ملکي وګړي، ديني عالمان او ملا امامان وژل کېږي.
هغه وويل، دغه راز څرګندونې د افغانستان او د دغه هېواد د اوسېدونکو په اړه د پاکستان د علماوو او د هغوى د حکومت د خراب نيت ښه څرګندويي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان سترمفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله سږ کال د لوی اختر په مراسمو کې ځانمرګي بريدونه حرام وبلل او اعلان يې وکړ، چې د دغو بريدونو عاملان به د سخت عذاب مستحق وي.
د پاکستان د ديني عالمانو رييس مولانا طاهر اشرفي وروستۍ فتوا په افغانستان کې خورا تاوده غبرګونونه راپارولي، خو ويل کېږي نوموړي په دې اړه خپلې خبرې بېرته اخيستې او په دې اړه يې بخښنه غوښتې ده.









