منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د پکتيا بزګرانو ته ٢٨ عرادې تراکتورونه ورکړل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٧ کب ٩١ ) : د پکتيا ولايت بزګرانو ته د کب په ١٧مه، ٢٨ عرادې تراکتورونه ورکړل شول.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اته ويشت عرادې تراکتورونه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د رياست او ډاياک لخوا اخيستل شوي وو، نن د سلاکار وزير او د پکتيا د والي جمعه خان همدرد لخوا ددې ولايت د کوپراتيفونو مسوولينو ته ورکړل شول.

هغه زياته کړه ، چې ددغو تراکتورونو ټول لګښت ٨٤٠ زره امريکايي ډالره کېږي ،چې ٦٤٠ زره ډالر يې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت  او ۱۸۴۰۰ ډالر يې د ډاياګ لخوا ورکړل شوي دي.

سمون وايي ، چې دا تراکتورونه ددې ولايت د مرګز ګردېز په ګډون د پنځو ولسواليو کوپراتفونو ته ورکړل شول، چې هرې ولسوالۍ ته درې درې او د مرکز ګردېز لپاره پنځه عرادې تراکتورنه په پام کې نيول شوي  وو .

د تراکتورونو د وېش پر مهال د پکتيا والي جمعه خان همدرد وويل ، چې ددغو تراکتورنو په وېش سره به په ولسواليو کې د کرنې په برخه کې يو لړ پرتې ستونزې حل شي .

هغه د کوپراتيفونو له مسولينو وغوښتلو، چې ددغو تراکتورونو  ساتنې ته دې پام وکړي .