کابل (پژواک ١٨ کب ٩١): د اسلامي همکاريو د سازمان ديني عالمانو له ملګرو ملتونو او د سيمې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان د سوله ييز راتلونکي تر نوم لاندې د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو په درېيمه غونډه کې، چې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، پرون پاى ته ورسېده.
په دغه کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د ګڼو ديني عالمانو او سترو مفتيانو ترڅنګ د اسلامي هېوادونو نورو استازو هم ګډون درلود.
د کنفرانس په پاى کې د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره ځانمرګي بريدونه او تشدد د اسلام د احکامو او شرعي نصوصو خلاف بلل شوي دي.
د غونډې په پرېکړه ليک کې په افغانستان کې د اسلام په نوم هر ډول تاوتريخوالی ناروا او جرم ګڼل شوى دی.
د غونډې ګډونوالو په پرېکړه ليک کې ويلي، چې د ځان وژونکو بريدونو او نورو تاوتريخوالو لپاره له اسلامي احکامو او شرعي نصوصو ناوړه ګټه اخيستل نا مشروع عمل دی.
د نړۍ له بېلابېلو اسلامي هېوادونو شاوخوا ۶۰ ديني عالمانو په خپله اعلاميه د افغانستان، پاکستان او د سيمې پر ديني عالمانو غږ کړی، چې د زغم او اعتدال د کلتور د رايجولو لپاره کار وکړي.
د دغه کنفرانس ګډونوالو د افغان دولت د وسله والو مخالفانو له مشرانو غوښتي، چې د خپلو هغو استازو او غړو امنيت خوندي کړي، چې د سولې لپاره ګامونه اخلي.
د اسلامي کنفرانس د همکاريو د سازمان د ديني عالمانو په پرېکړه ليک کې راغلي، چې ملګري ملتونه او د اسلامي همکارۍ سازمان دي په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د روانو هڅو د برياليتوب لپاره له خپل اغېز او نفوذ څخه کار واخلي.
په غونډه کې د افغانستان د حج او اوقافو د وزير ترڅنګ يو شمېر ديني عالمانو او د مدني ټولنې استازو هم برخه درلوده.










