ترينکوټ (پژواک ۲۰ کب ۹۱): په اروزګان کې د بشري حقونو مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ٥٥ سلنه لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د اروزګان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر عبدالغفار ستانکزي د کب په ٢٠مه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه زياته کړه، چې تېر کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۸۴ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال بيا ۱۷۴ دا ډول پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله ٥٥ سلنه ډېروالى ښيي.
د ستانکزي د معلوماتو له مخې، چې سږ کال د ټول افغانستان په کچه دا ډول ۴۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړى وايي، چې د دغو پېښو د رامنځته کېدو درې عمده لاملونه د عدلي او قضايي چارو بې کفايتي، د قانون نه پلي کېدل او پر دولت د ولس بې باوري دي.
ستانکزي وويل، چې د نړيوالې ټولنې له مرستو سره سره بيا هم د افغان ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
د بشري حقونو ځايي مشر وايي، چې په يادو پېښوکې په بدو کې د ښځو ورکول، په بدل کې کورنى تاوتريخوالى او د ښځو ځان سوځونه شتون لري.
د ترينکوټ يوې اوسېدونکې مېرمن بړېڅ وويل، چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه زيات دي، د بېلګې په ډول يې اجباري ودونو، ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل او داسې نور ياد کړل.
هغې زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ښځو ته د زده کړې زمينه برابره ده، خو ښوونځيو ته د نجونو د تګ کچه ډېره ټيټه ده.










