منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۸ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

هلمند کې تړلي ١٢ ښوونځي بېرته پرانيستل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ کب ٩١): د هلمند په ځينو ولسواليو کې تړلي دوولس ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او خپرونو رياست له لوري نن (د کب ٢٠مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ښوونځيو له ډلې دوه په مرکز لښکرګاه، اوه په نادعلي، دوه په ګرشک او يو ښوونځى په خانشين ولسوالۍ کې دي.

سرچينې زياته کړې، دغه ښوونځي، چې د يو لړ ستونزو له امله تړل شوي وو، د هلمند د علماوو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب بېرته پرانيستل شول.

د يادو ښوونځيو په بيا پرانيستو سره له ۱۴۵۰ ډېرو زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شوه.