ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاک جبار مشرانو حکومت دې ولسوالۍ ته په نه پاملرنې تورن کړ

author avatar
11 Mar 2013 - 23:51
author avatar
11 Mar 2013 - 23:51

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩١): د کابل د خاک جبار ولسوال او مشرانو، حکومت دې ولسوالۍ ته په نه پاملرنې تورن کړ او وايي، په دې ولسوالۍ کې هېڅ اساسي پروژه په لاره نه ده اچول شوې.

د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض، نن (د کب ٢١مه) په دې اړه په ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته وويل، سره له دې چې د خاکجبار خلکو د تاريخ په اوږدو کې قربانۍ ورکړې دي، خو تراوسه پورې حکومت ورته هېڅ ډول اساسي او بنسټيز کار نه دى کړى.

ده زياته کړه: “ولسونه په کابل کې نه دي، بلکې د افغانستان په کليو او بانډو کې دي؛ همدغه په دغه ډول غرو کې پرتو خلکو د دې خاورې ساتنه کړې، خپل زامن يې قرباني کړي، خو بيا هم همدوى په ناخوالو کې غرق دي.”

هغه له حکومته ګيله وکړه، چې په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په کابل ولايت کې يې غير متوازن انکشاف روان کړى دى.

د ولسوال په وينا: “د دې ټولو عامل په کابل کې ناست چارواکي دي.”

نوموړي د بېلګې په توګه د کابل د ميربچه کوټ ولسوالۍ ياده کړه، چې سړکونه او کوڅې يې پخېږي، خو په خاکجبار کې بيا يواځې داسې پروژې په لاره اچول کېږي، چې هېڅ حساب پرې نه کېږي، لکه د کارېز د خولې پخول.

دى وايي: “په خاکجبار کې انکشافي پروژې ډېرې کمې او ان د نورو سيمو په پرتله د پروژو په نوعيت کې هم يې توپير موجود دى.”

هغه د ولسمشر د ٤٥م فرمان ته په اشارې، چې په لومړۍ ماده کې يې د هېواد په ټولو ولسواليو کې د نهو مياشتو په موده کې د محکمو احيا کول دي، وويل، تراوسه پورې د دې ولسوالۍ محکمه لا نه ده فعاله شوې.

ده زياته کړه: “په دې تړاو له سترې محکمې او لويې څارنوالۍ سره په جنجال کې ښکېل دى او دا د ولسمشر د فرمان ښکاره سرغړونه ده، چې عاملينو ته يې بايد سزا ورکړل شي.”

د هغه د معلوماتو له مخې، د خاکجبار د محکمې قاضي سترې محکمې ته د دې ولسوالۍ د امنيت د خرابوالي شکايت کړى، چې هغوى ورته ولسوالۍ ته د نه تګ اجازه ورکړې ده.

خو دى وايي، خاکجبار پوره امن دى او هېڅ ډول امنيتي ستونزه په کې نه تر سترګو کېږي.

هغه زياتوي: “که دغه ډول خدمات عرضه کول وي، نو موږ له ولس سره جفا کوو.”

نوموړي په دې ولسوالۍ کې د ترسره شويو پروژو په اړه وويل، چې سږکال يواځې ١٣ څاګانې کېندل شوي، زر نيالګي اېښودل شوي، شل ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم پر خلکو د پيسو په بدل کې پلورل شوى او د دوران خېلو سيمې د بند چارې روانې دي.

خو د خاکجبار د پراختيايي شورا رييس غلام رسول بيا وايي، د دې بندې چارې اووه مياشتې مخکې پيل او تردې دمه يې يواځې پنځه سلنه کار هم نه دى شوى.

دى زياتوي: “دا ټول قرارداد د يو کال و، چې د کار کيفيت يې هم له حده زيات خراب دى.”

 د هغه په وينا، د کرنې وزارت تېر کال ورسره ژمنه کړې وه، چې د کابل په هره ولسوالۍ کې به د يو ميليون ډالرو په ارزښت ١٤ پروژې پلې کوي، خو دى وايي، دې وزارت خاکجبار ته د يو څو نيالګيو او د غنمو له اصلاح شويو تخمونو پرته هېڅ هم نه دي ورکړي.

دى وايي: “حکومت ورسره د مور او ميرې چلند کوي.”

له بلې خوا د کابل پخواني سناتور او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي انجنير محمدافضل احمدزي، حکومتي چارواکي دې ولسوالۍ ته په نه پاملرنې تورن کړل.

هغه د سږني کانکور پايلو ته په اشارې سره وويل، د خاکجبار له ټولې ولسوالۍ څخه يواځې يو تن لوړو زده کړو ته لاره موندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د خاکجبار يوه ښوونکي معلم جان اغا د معلوماتو له مخې، له خاکجبار څخه د تېرو کلونو له فارغانو پرته ٦١ تنو ګډون کړى وو.

افضل احمدزى وايي: “د افغانستان خلک به ولې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه نه کوي، چې يواځې د دايکنډي له ولايت څخه چې پخوا يوه ولسوالۍ وه او اوس د سياسي مصلحتونو له امله ولايت شوى،٣٧٠٠ تنو لوړو زده کړو ته لاره موندلې ده.”

له بل لوري د خاکجبار روغتيايي امر ډاکټر خالد هم وايي، چې د دوى کلينيکونه د طبي پرسونل او وسايلو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه، د خاکجبار جامع روغتيايي مرکز چې ٢٤ ساعته خدمات وړاندې کوي او زياتره ولادتونه په کې ترسره کېږي، خو برېښنا نه لري.

دى وايي، سره له دې چې د ډاکټرانو معاش کم او لوړ معاش په کې ١٣٠٠٠ افغانۍ دى، خو بيا هم دا درې مياشتې کېږي چې معاشات يې نه دي اجرا شوي.

هېره دې نه وي، چې د خاکجبار ولسوالۍ دې غونډې ته د کابل والي هم بلل شوى و، خو له ژمنې سره يې هم په کې ګډون ونه کړ.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.