منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پوهنې وزارت تعليمي تلوېزيوني شبکه له سټلايټ سره نښلول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل ( پژواک ٢٩ کب ٩١) : د پوهنې وزارت د تعليمي تلوېزيوني شبکې خپرونه د زياتو ښوونيزو خپرونو او لرې زده کړې په موخه له ستلايټ سره نښلول کېږي .

ددغه پروګرام تړون نن دپوهنې وزارت ، اېټاليا هېواد او يونسکو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو .

د پوهنې وزارت خبرپاڼې، ددغې پروژې موخه د راډيوتلوېزيون له لارې د ښوونيزو خپرونو پراختيا ،په افغانستان کې له لرې د زده کړې لپاره د روزنې دتوليد ظرفيت لوړول ښودلي او ويلي يې دي ، چې تړن يې نن په کابل کې دپوهنې دوزير فاروق وردګ ، دايتاليا دسفير Luciano   Pezzottiاو يونسکو موسسې استازې مېرمن يوکيو متسويوشى Yuikiko Matsuyoshi)ترمنځ لاسليک شو .

دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې ، پر ياد پروګرام يو عشاريه دوه ميليونه ډالره لګښت راځي .

 ټاکل شوې ، چې ددغه پروګرام له لارې د پوهنې وزارت تعليمي شبکه په تلوېزيون او ښوونيزه راډيو کې له لرې د تدريسي پروګرامونو د ډېرولو له سټلايټ سره نښلول شي .

د ويلو ده ، چې اېټاليا له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٦پورې عملا دپوهنې وزارت دتلوېزيون په جوړولو کې ښکېله وه او په ټوليز ډول يې پنځه عشاريه دوه ميليون ډالره مرسته کړې .

 دهېواد د پوهنې وزارت دمعلومات له مخې ، ورته يو بل تړون به هم په نږدې وختونو کې له هندوستان سره د تعليمي راډيو تلوېزيون او له لرې د روزنې پروګرام دغښتليتا په موخه په کابل کې لاسليک شي .