کابل ښار (پژواک ٦ ورى ٩٢): نن په کابل ښار کې لسګونو ښځو له کابل ښاروالۍ سره د نيالګيوايښودو په پسرلني کمپاين کې ونډه واخيسته.
د نيالګيو اېښودو نننى حشر د افغانستان د ډيموکراسۍ سازمان د ښځو چارو کمېټې له خوا رابلل شوى وو.
د دغه سازمان د ښځو چاور کمېټې مشرې مهناز مالستانۍ د نيالګيو اېښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننني حشر په ترڅ کې به ٣٠٠٠ ډولي نيالګي د کابل ښار له پل سوخته سيمې د پل سوخته تر قلعه نو پورې کېښودل شي.
مالستانۍ وويل، کېداى شي د دغو نيالګيو اېښودل سبا ته هم وغځېږي.
د هغې په وينا، دغه نيالګي دوى ته د پوهنې وزارت او کابل ښاروالۍ له خوا په واک کې ورکړل شوي دي.
مهناز وايي، د دغه حشر موخه دا ده ، چې وښيي ښځې هم کولى شي په ټولنيزو کارونو کې ونډه واخلي.
کابل ښاروالۍ د نوي کال په رارسېدو سره د تېرې کب مياشتې په شلمه نېټه په کابل ښار کې د نيالګيو اېښودل پيل کړل او په پام کې لري ، چې سږ کال د نيالګيو اېښودلو د فصل تر پاىه په دغه ښار کې يو ميليون نوي نيالګي کېنوي.
د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ مشره ډيپلوم انجنير نسرين صبرۍ د ننني حشر پر مهال له ښاريانو وغوښتل، چې د نيالګيو په ساتنه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
هغې نيوکه وکړه، چې د نيالګيو په ساتنه کې د خلکو همکاري ډېره کمه ده.
نسرين زياته کړه: ((تر اوسه فکر کوم چې د خلکو همکاري ٢٠ سلنه هم نه ده، تاسو ګورئ هېڅ ښاري علاقه نه لري، چې د نيالګيو ساتنه او څارنه وکړي، زه په دې ډېره خواشينې يم چې ولې زموږ ښاريان د شنې ساحې پراختيا او د ژوند چاپېريال ساتنې ته پام نه کوي، لامل يې د ښاري فرهنګ کمزورتيا ده.))
خو هغې وويل، چې سږ کال به د نورو کلونو په توپير د اوبو اسانتيا، د خاورې نوعيت او نورو محيطي شرايطو ته په کتو نيالګي کېنول شي.
هغې کابل ښاريان وهڅول، چې د پسرلي په موسم کې په خپلو کورنو کې هم نوي نيالګي کېږدي.










