منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په میدان وردګو کې “د مڼې ګل ادبي بهیر” پیل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ٨ ورى ٩٢): د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په مرکز میدان ښار کې “د مڼې ګل ادبي بهیر” پیل شو.

د دې بهیر په لومړنۍ او پرانیستونکې غونډه کې، چې نن (پنجشنبه) د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې جوړه شوې وه، د دې ولایت د والي عبدالمجیدخان خوګياڼي په ګډون، څېړونکي استاد حبیب الله رفیع، د میدان وردګو ولایت سیمه ییزو چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو.

غونډې ته د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس اورنګ مختار په خپله وينا کې وویل، د یاد ادبي بهیر اصلي موخه په دې ولایت کې د ادبي او فرهنګي هڅو پیاوړي کول، د شاعرانو او لیکوالانو هڅول او همدارنګه د دې ولایت د مېوو په ځانګړي ډول د مڼو تولیداتو ته، چې نه یواځې نړیوال اقتصادي ارزښت لري، بلکې په تاریخي ډګر کې هم ډېره اوږده مخینه لري، د شهرت پياوړي کول دي.

ده زیاته کړه، دا ادبي بهیر به په هرو پنځلسو ورځو کې یوه غونډه ولري او هڅه به وشي، چې د ولایت په کچه شاعران، لیکوالان او د ادب مینه ورته راوبلل شي.

د هغه په وينا، که څه هم په دې برخه کې یو شمېر ستونزې شته او دا ریاست د مالي امکاناتو له اړخه یو څه کمزورى دی، خو له دې سره، سره به هڅه وکړي، چې د دې بهیر د لا پیاوړتیا په موخه مرستندویو سرچینو ته وړاندیزونه وکړي.

د میدان وردګو والي عبدالمجیدخان خوګياڼي د دې ادبي بهیر پیلول د ولایت په کچه په ادبي ډګر کې یو نېک ګام وباله او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل، چې له دې بهیر سره خپلې فرهنګي اړیکې ټینګې وساتي او په هره غونډه کې یې ګډون وکړي.

 والي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه نوښت وستایه او په دې برخه کې یې خپله همکاري اعلان کړه.

د ميدان وردګو والي وويل، چې د دې ولایت مېوو د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې مهم رول لوبولی او د دغه ارزښت په  پام کې نیولو سره پلان لري، چې په نږدې راتلونکي کې په دې ولایت کې یو لوی صنعتي پارک جوړ کړي.

د بهیر د غونډې په لومړۍ برخه کې لیکوال او څېړونکي استاد حبیب الله رفیع هم هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل، ادب د ژوند یوه مهمه اړتیا ده او ادبیات زموږ په هېواد کې ډېره اوږده مخینه لري او همدارنګه د نړۍ په ادبي تاریخ کې افغانستان د یوه ځانګړي نوم درلودونکی دی.

ده زياته کړه، که څه هم د هېواد او په ځانګړي ډول د میدان وردګو په ولایت کې ادبي ډګر د پخوا په پرتله ډېر پیاوړی شوی او په ټولو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو بیا هم ډېرو نورو هڅو ته اړتیا ده او هیله ده، چې د دې لارې مسوولین خپلې هڅې ونه سپموي.

ورپسې نورو ګډونوالو هم خپلې ویناوې وکړې او د مڼې ګل په نوم د ادبي بهیر پیلول یې یو مثبت ګام وباله.

دوی وویل، دا ډول ادبي هڅې د ځوانانو په ذهني، ادبي او د ټولنیز ژوند په پیاوړتیا کې هڅوونکی رول لوبولی شي او د دوی له ادبي روزنې سره خورا مرسته کوي.

ګډونوالو وړاندیز وکړ چې دا بهیر باید په دوامداره توګه ترسره او روزنیزه بڼه پیدا کړي، ترڅو ځوانان وکولای شي خپل استعدادونه په کې وازمايي او زموږ په ټولنه کې شته ستونزې له یو بل سره شریکې کړي.

د مڼې ګل د ادبي بهیر د غونډې دویمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه او ګڼ شمېر شاعرانو په کې خپل شعرونو وړاندې کړل.

شاعرانو په خپلو شعرونو کې د سولې پيغامونه وړاندې او د شعر په ژبه یې د نوي پسرلي د راتګ هرکلی وکړ.

باید وویل شي په میدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل په نوم مشاعره څو کاله وړاندې پیل شوې ده، خو د مڼې ګل په نوم ادبي بهیر د لومړي ځل لپاره پیل او خپله لومړنۍ غونډه یې ترسره کړه.