منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د سيرت النبي سياليو پايلې اعلان شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

جلال اباد-خوست (پژواک ١١ ورى ٩٢): په جلال اباد ښار کې د جمعيت اصلاح ټولنې د سيرت النبي سياليو پايلې اعلان شوې.

د جمعيت اصلاح ټولنې مشر استاد صراف د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په يادو سياليو کې شاوخوا ٣٠٠٠ نجونو او هلکانو برخه اخيستې وه، چې نن يې پايلې اعلان شوې.

صراف وويل: ((د يو شمېر هېوادونو له لوري د رسوال الله (ص) سپکاوى شوى و، چې خلکو لاريونونه وکړل، خو موږ له دې لارې مبارزه روانه کړې، تر څو خلک د نبي (ص) له سيرت سره په پوره ډول اشنا کړو.))

هغه زياته کړه، چې په يادو سياليو کې يې لومړي مقام خپلوونکي ته لپ ټاپ کمپيوټر، دويم ته ډيسک ټاپ کمپيوټر او درېيم ته يخچال ورکړل شو.

نوموړى وايي، چې په يادو سياليو کې ١٠٦ تنو ته جايزې ورکړل شوې.

په دغو سياليو کې ادريس په لومړۍ، عليم خان په دويمه او نظام په درېيمه درجه کې راغلي دي.

په يادو سياليو کې په لومړۍ درجه بريالي، ادريس پژواک اژانس ته په دې خوښي وښوده، چې په يادو سياليو کې يې لومړى مقام حاصل کړى.

هغه زياته کړه، که چېرې يو شمېر نورې ټولنې ورته پروګرامونه او سيالۍ په لاره واچوي، نو د ځوانانو لپاره به ډېرې اغېزمنې تمامې شي.

پېغله جويريه، چې د سيرت النبي په سيالۍ کې يې ٩٨ نومرې اخيستی، پژواک ته وويل، چې په ډېرې مينې سره يې په يادې سيالۍ کې ګډون کړى و، خو له بده مرغه کوم هدف چې دې د ځان لپاره ټاکلى و، چې هغه د لومړي مقام حاصلول وو، ورته ونه رسېده.

دا وايي، چې په نورو راتلونکو سياليو کې به ګډون کوي< ترڅو لومړى مقام خپل کړي.

د جمعيت اصلاح ټولنې د مسوولينو په خبره، چې په راتلونکي کې دوی د ورته سياليو پلانونه د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم لري، چې ډېر ژر به په لاره واچول شي.

د يوه بل خبر له مخې، په خوست ولايت کې له لنکن ښوونيز مرکز څخه ۴۵۰ تنه فارغ او سندونه ورکړل شول.

په دې اړه په نيول شوو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، د سياسي او ټولنيزو سازمانونو استازو،  ښوونکو او سلګونو  زده کوونکو برخه اخيستې وه.

په خوست کې د لنکن ښوونيز مرکز مشر نصيراحمد روښان پژواک ته وويل، چې د تېرو پنځو مياشتو په موده کې په دغه مرکز کې ۴۵۰ ځوانان د کمپيوټر او انټرنېت په برخو کې روزل شوي دي.

ده زياته کړه، چې دغو زده کوونکو ته دکمپيوټر ټول هغه پروګرامونه ورښودل شوي، چې په دفترونو  کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، فارغ شوو کسانو ته په کمپيوټر سربېره د انټرنېټ  هغه زده کړې هم  ورکړل شوې، چې ورته اړتيا ليدل کېږي.

د روښان په خبره، چې  لنکن ښوونيز مرکز د امريکا د سفارت له لوري تمويليږي، د انګليسي، کمپيوټر او انټرنېټ زده کړې په وړيا توګه په کې ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې لنکن ښوونيز مرکز پر نورو هغو سربېره  د کتاب لوستلو سهولتونه هم خوست مېشتو ته برابر کړي، چې هره ورځ لسګونه کسان ترې ګټه پورته کوي.