ژبه

دوو زلزلو د هېواد ځينې سيمې ولړزولې

توسط ويدا بره کى

اپریل 4, 2013 - 4:34 pm

Views: 93

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٢): نړيوالې سرچينې په افغانستان کې له نسبتاً سختې زلزلې خبر ورکوي، خو د هېواد د کانونو رياست د جيولوجۍ او سروې رياست چارواکي وايي، چې په کابل کې د رخصتۍ له امله په دې اړه معلومات نه لري.

د ځمکې پېژندنې سازمان ادارې اعلان کړى، چې لومړۍ زلزله د پنجشنې په ورځ په يوولس بجې، ١ دقيقه او ٢٣ ثانيو د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ په سوېل لوېديځ  کې، چې د کابل په ٢٧٣کيلومترۍ کې پرته ده، رامنځته شوه.

د دغه سازمان په ويبپاڼه کې ويل شوي، چې دغه زلزله د ريختر په ٤، ٥ درجې وه او ژوروالۍ يې ٢٤٠ کيلومتره اټکل شوى دى.

د امريکا د ځمک پېژندنې سازمان د معلوماتو له مخې، دويمه زلزله د پنجشنې په ورځ له غرمې وروسته په يوه بجه، څلورو دقيقو او ٣٣ ثانيو د تخار ولايت مرکز د تالقانو ښار په سوېل ختيځ کې رامنځته شوه.

د دې زلزلې شدت د ريختر ١، ٤ درجې اعلان شوى او ويل شوي، چې ژوروالى يې ٢١٣ کيلومتره ښودل شوى دى، خو سيمه ييزو سرچينو تر اوسه د دې زلزلې د احتمالي زيانونو په اړه څه معلومات نه دي ورکړي.

پژواک خبري اژانس د دې دوو زلزلو  په اړه د معلوماتو لپاره په پرلپسې ډول د هېواد د کانونو وزارت له څو ادارو سره اړيکه ونيوه، خو نږدې ټولو يې ويل، چې د رخصتۍ له امله دغه اداره معلومات نه شي ورکولاى.

د کانونو وزارت د جيولوجۍ او سروې رياست يوې رسمي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل: “نن رخصتی ده، هغه کوټه چې زلزله  سنجوونکې اله په کې ده، بنده ده، له همدې امله د دغو زلزلو په اړه معلومات نه شي ورکولاى.”