منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د لوګر سړکونه د نه پاملرنې له امله اويا سلنه خراب شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

پل علم (پژواک ١٨ ورى ٩٢): د لوګر اوسېدونکي د دې ولايت د سړکونو له ټيټ کيفيت څخه سر ټکوي او وايي، چې اويا سلنه سړکونه يې بېرته خراب شوي دي.

اسدالله، چې د کابل-ګردېز ترمنځ موټر چلوي، وايي، د سړک نيمايي برخه د ماين چاودنو، جګړو، واورې او باران له امله خرابه شوې ، خو د بيارغونې لپاره يې هېڅوک کار نه کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: “زموږ ټول سړکونه په بهرنيو مرستو جوړ شول، خو ساتنه يې زموږ دنده او مسووليت دى، بايد پاملرنه ورته وکړو.”

د د ه په وينا، پخوا موږ له کابله ګردېز ته په دوه نيم ساعته کې رسېدو، خو د دې لويې لارې د خرابېدو او د لارې په اوږدو کې د ورانو ويجاړو پلونو له امله په سفر کې نيم ساعت زياتوالى راغلى دى.

د ولايتي شورا منشي عبدالخالق خيرخواه هم دا مني، چې د کابل _ ګردېز سړک او د ولسواليو سړکونه د بې کيفيته کار او جګړو له امله ډېر ژر وران ويجاړ شول، خو رغونې ته يې چندانې پاملرنه نشته.

هغه نن پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د فوايد عامې رياست تورن کړ، چې خپل مسووليت او دندې ته پاملرنه نه کوي او چارواکي يې په درغليو کې ښکېل دي.

د لوګر ولايت د مقام يو تن چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته ومنله، چې د فوايد عامې په رياست کې فساد ډېر شوى او په دې اړه د ولايت مقام او ولايتي شورا په ګډ تصميم کار کوي.

د پل علم اوسېدونکى ابراهيم هم ورته شکايت لري او وايي، چې د لوګر د مرکز او ولسواليو سړکونه له لويه سره سم نه و جوړ شوي او بېرته ژر وران شول.

هغه وايي: “په دې اړه هېڅوک پاملرنه نه کوي، چې دغه سړکونه له سره ورغوي او د بشپړو ورانېدو مخه يې ونيسي.”

د ده په خبره، د مرکز او ولسواليو په سړکونو کې کندې او ژورې جوړې شوې دي.

د لوګر د فوايد عامې رياست چارواکي وايي، چې دوى د سړکونو د رغونې لپاره هڅه کړې ده، خو په لاس کې د شته شونتياوو له امله ډېر کار نه شي کولى.

د فوايد عامې رييس عبدالباقي ستانکزى دا مني، چې د لوګر ډېرى سړکونه د جګړو، ماين چاودنو او د کابل-ګردېز لاره د اکمالاتو د موټرو د سوځېدو له امله زيانمنه شوې ده، خو د دوى شته امکانات دومره نه دي، چې دغه سړکونه ورغوي.

ستانکز‌ى د سړکونو ژر خرابېدل جدي ستونزه بولي او زياتوي، چې په دې اړه د ولايت مقام او د فوايد عامې رياست د سړکونو د ساتنې او څارنې ادارې ته  مکتوبي راپورونه ورکړي دي.

هغه پژواک ته وويل: “د ولسواليو سړکونه مخامخ د بهرنيو ځواکونو او ودانيزو شرکتونو تر منځ د شوي تړون له مخې پاخه شوي، له موږ يې د کار د څارنې حق اخيستل شوى او د بيارغونې لپاره يې هم امکانات په لاس کې نه لرو.”

د فوايد عامې رييس زياتوي، د ولسواليو ترمنځ د غځېدلو سړکونو بيارغونه تر درېيو کلونو پورې د قراردادي شرکت پر غاړه ده او بايد د خپل تړون له مخې ورسپارل شوى مسووليت ادا کړي.

د لوګر د مرکز او څو ولسواليو سړکونه د ولايتي بيارغونې د امريکايي ډلې له لوري پاخه شوي دي.

لوګر اته ولسوالۍ لري، چې تر دې مهاله يې شپږو ولسواليو ته غځېدلې لاره پخې شوې دي.