منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۵ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ژورنالېستانو ټولنو د غزني په مراسمو کې د خبريالانو نه پرېښودل د قانون خلاف عمل وباله

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) :د ژورنالېستانو بېلا بېلو ټولنو د دولتي مسوولينو له خوا د غزني په مراسمو کې د خبريالانو نه پرېښودل وغندل او دا يې د اساسي قانون خلاف عمل وباله.

غزني نن د وري په ٢٤مه، په رسمي توګه د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په توګه ونومول شو .

په دې اړه دغزني د ولايت مقام د غونډو په تالار کې يو لړ مراسم نيول شوي وو، چې پکې له مرکز کابل او يو شمېر ولايتونو څخه لسګونو خبريالانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

خو نن سهار د مراسمو له پيل سره سم د غزني چارواکو له ملي تلوېزيون او يوه بل خصوصي تلوېزيون پرته هېڅ  نورو افغاني رسنيو ته اجازه ورنکړه، چې دا مراسم تر پوښښ لاندې ونيسي .

د افغانستان د ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې د غزني په مراسمو کې خبريالانو ته د ګډون د حق په نه ورکولو کلک اعتراض کړى دى.

ددې ټولنې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يوې ځانګړې رسنۍ ته د داسې يوې ملي موضوع  او پرمختيا د خبري پوښښ د حق ځانګړي کول،اطلاعاتو ته په مساوي ډول د لاسرسي د حق تر پښو لاندې کولو سره څرګنده سرغړونه بولي.

سرچينې زياته کړې، چې د غزني مراسم سوداګريز يا سپورټي بڼه نه لرله، چې حقوق دې يوې ځانګړې رسنۍ ته ورکړل شي، بلکې دې موضوع د افغانستان له ټولو خلکو او ټولو رسنيو سره تړاو درلود.

يادې ټولنې غوښتنه کړې، چې حکومت دې رسنيو ته د خپلې دغې پرېکړې وضاحت ورکړي، چې ولې يې غزني ته د خبريالانو له وربللو سره سره هغوی ته د مراسمو په مهمه برخه کې د مساوي ګډون حق نه دی ورکړی.

دغه راز د  ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى)  هم دغه کار په کلکه غندلى او دا يې له اساسي قانون سره په مغايرت کې عمل بللى دى.

ددې ادارې مشر مجيب خلوتګر پژواک اژانس ته وويل ، چې حکومت د غزني په مراسمو کې تبعيضي چلند کړى او د بيان له  ازادۍ سره يې هم مخالفت کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د اساسي قانون د څلور دېرشمې مادې له مخې ، هر څوک معلوماتو ته د لاسرسي حق لري.

د اساسي قانون په څلور دېرشمه ماده کې راغلي : (( د بيان ازادي له تيري څخه  خوندي ده، هر افغان حق لري چې خپل فكر د وينا، ليكنې، انځور  او يا نورو وسيلو له لارې، په اساسي قانون كې د راغلو حكمونو په رعايت څرګند کړي. ))

دغه راز د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې (سفما) د افغانستان څانګې مشر ضيا بوميا هم د حکومت پر دې پرېکړې سخته نيوکه وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل،چې د غزني مراسم د افغانستان لپاره وياړ و او بايد ټولو ملي او نړيوالو رسنيو تر پوښښ لاندې راوستي واى.

نوموړي زياته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډون کومې دولتي ادارې، چې دا پرېکړه کړې، هغوى ملي ګټو ته زيان رسولى دى.

بوميا وايي، چې دا پرېکړه د اساسي قانون او د رسنيو له قانون څخه سرغړونه ده.

دغه راز د ژورنالېستانو ملي ټولنې هم د حکومت دغه کار د رسنيو له قانون  څخه  ښکاره سرغړونه بللې ده.

ددې ټولنې داجرائيه شورا غړي فهيم دشتي وويل ، چې دوى ته هم ګڼ شمېر خبريالانو په دې اړه شکايتونه کړي، چې ګوندې دغو مراسمو ته نه دي پرېښودل شوي.

د هغه په وينا، د رسنيو په  اوسني بازار کې ، چې کومه ځانګړې رسنۍ  يو پروګرام تر پوښښ لاندې راولي، خو نورې رسنۍ له دې پروګرام څخه نه شي منع کولى.

دشتي زياته کړه، چې د غزني په څېر د مهمو ملي مراسمو انحصار کول په هېڅ صورت  په دې مانا نه دي، چې نورې رسنۍ دې تر پوښښ لاندې نه راولي.

هغه وويل، چې د ژورنالېستانو ملي ټولنه د اطلاعات او فرهنګ وزارت دغه غير مسوولانه اقدام د هېواد نافذه قوانينو سره په ټکر کې بولي ، له ارګ او وزيرانو شورا څخه غواړي ، چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.