منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اته کلن ماشوم په يو کال کې قران کريم ياد کړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

 کندهار (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د کندهار ښار يوه اته کلن ماشوم د يوه کال په اوږدو کې قران کريم ياد کړى دى.

 دغه ماشوم عزيزاحمد نومېږي او د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کابل شاه سيمې اوسېدونکى دى.

 اته کلن عزيزاحمد د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړنۍ زده کړې يې په سرور کاينات جومات کې کړې او قران کريم يې د الفلاح په نوم په يوه ديني مدرسه کې حفظ کړى دى.

 هغه زياتوي، په کورنۍ کې يې د مور او پلار او په مدرسه کې يې د ښوونکو شفقت او هڅونې د دې لامل شوې، چې دى په دومره کم عمر کې قران کريم ياد کړي.

 دى وايي، له ډېره وخته يې له قرانکريم او ديني زده کړو سره مينه لرله او چې ښوونکي به يې څه ور زده کول، نور د نورو ماشومانو په پرتله يې ډېر ژر زده کېدل.

 د ماشوم حافظ عزيزاحمد ښوونکى قاري عتيق الله هم وايي، چې دغه زده کوونکى يې د يوه نابغه په څېر ځيرک او لايق دى او د ښه ذهن درلودو ترڅنګ خپلو درسونو ته ډېر متوجه کېده.

 د ده په وينا، وړوکى عزيزاحمد د نورو حافظانو په شان نه و، بلکې درس به يې له ويلو سره سم يادېده.

 د عزيزاحمد پلار حاجي علي احمد هم وايي، چې زوى يې ډېر ښه ذهن لري او چې کوم کار ور وسپارل شي، په ډېره ښه توګه يې ترسره کوي.

هغه وويل، عموماً د دومره کم عمر لرونکي ماشومان ډېر څه نه شي زده کولاى، په عامه توګه چې څوک قران کريم يادوي، نو دوه يا درې کلونه وخت غواړي، خو زوى يې دا کار يوازې د يوه کال په اوږدو کې کړى دى.

 په خپله عزيزاحمد ماشومانو ته په پيغام کې وايي، چې د خپلې کورنۍ د مشرانو احترام دې وساتي او په خپلو درسونو کې دې کوښښ کوي.