منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې کتاب نندارتون پرانيستل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۲ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٢): په کابل ښار د کتاب د نړيوالۍ ورځې په مناسبت د “کابل ښار” له لوري د “کتاب نندارتون” پرانيستل شو.

د کتاب ښار مسوول نجيب منلي، نن (د وري ٣١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې نندارتون کې د کابل شاوخوا لسو کتاب خپروونکو او پلورونکو ګډون کړى دى.

ده زياته کړه، په دې نندارتون کې چې پنځه ورځې به دوام وکړي، هره ورځ له سهاره تر ماښام پورې زرګونه کتابونه د نندارې او پلور په موخه ايښودل شوي دي.

نوموړي د نندارتون موخه د کتاب پلورونکو ترمنځ همغږي او د کتاب او مطالعې د فرهنګ دودل ياد کړل.

کتاب ښار، چې د کابل ښار د سينما پامير د څوارلس پوړيزې ودانۍ په دوهم پوړ کې موقعيت لري، يوه شخصي موسسه ده چې د چارواکو په وينا، موخه يې په ټولنه کې د کتاب چاپول، پلورل او وېش دى.

د کتاب نړيواله ورځ (د اپريل ٢٣مه) د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنيز سازمان (يونسکو) له لوري رامنځ ته شوه، چې د نړۍ په څه د پاسه سلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

په دې ورځ کتاب خپروونکي، چاپوونکي او پلورونکي او د کتاب مينه وال په ګډه کار کېږي، د کتاب د ګټو په اړه خبرې کېږي او خلک د کتاب لوستلو ته هڅول کېږي.