ژبه

تازه خبرونه
د کندهار تاريخي ابدې د له منځه تلو په حال کې دي

کندهار (پژواک ٢ غويى ٩٢): د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس وايي، چې د دغه ولايت يو شمېر تاريخي سيمې او ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس دواخان مينه پال، نږدې يوه مياشت وړاندې د دغه رياست د مسوول په توګه دنده پيل کړې ده.

مينه پال د غويي په ٢مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د کندهار تاريخي ځايونه او ابدات د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، که د کندهار تاريخي ځايونو ته پر وخت پاملرنه ونه شي، د ساتنې او بيارغونې غم يې ونه خوړل شي، نو له منځه به ولاړ شي.

د نوموړي په وينا، کندهار ولايت ٢٦ تاريخي ځايونه لري، چې قدامت يې زرګونه کلونه وړاندې ته رسېږي.

هغه په دې برخه کې تاريخي ځايونو ته څېرمه د ځمکو غصب، د خپلسرو ودانيو جوړول او نور هغه ستونزې وګڼلې چې د تاريخي ځايونو ارزښت ته زيان اړوي.

مينه پال وايي: ((د کندهار زوړ ښار، نارنج ماڼۍ، د منډيګک غونډۍ، د سپېروان غونډۍ، مينا برج، د سليمان اخندزاده برج او ځينې نورې سيمې په ډېر بد حالت کې دي، که پاملرنه ورته ونه شي، نو له منځه به ولاړې شي.))

هغه دغه راز خبر ورکړ، چې يو شمېر ګاونډي هېوادونه هم د هېواد د تاريخي سيمو او تاريخي اثارو د له منځه وړلو هڅې کوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

مينه پال زياته کړه، په کندهار ښار او ولسواليو کې تاريخي سيمو ته څېرمه د ځمکو د غصب او د خپلسرو ساختماني چارو په اړه يې ستونزه له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړې ده.

دى وايي، په دې اړه به ډېر ژر اقدام وشي، په هغو تاريخي سيمو کې چې ځمکې يې غصب شوې، بېرته به له غاصبينو واخيستل شي او دغه راز چېرې چې خپلسرې ودانۍ جوړې شوې، مخه به يې ونيول شي.

مينه پال د اطلاعاتو او کولتور رياست د تېر کال د فعاليتونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د نږدې ١١ تاريخي ځايونو د ترميم چارې ترسره شوې، چې په کې يو شمېر تاريخي جوماتونه او زيارتونه شامل دي.

هغه دا هم وويل، چې د يو شمېر تاريخي ابداتو د ارزښت ساتلو په موخه د ور څېرمه ودانيو استملاک ته اړتيا ليدل کېږي، چې د بېلګې په توګه يې د احمدشاه بابا او ميرويس نيکه کورونه ياد کړل، چې وارثين يې په کې اوسېږي او دغه ځايونه په ډېره لوړه بيه دولت ته ورکوي.

نوموړي د تاريخي ابداتو په لړ کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو نه شتون هم جدي ستونزه ياده کړه او ويې ويل، چې د نا امنيو له امله د کندهار تاريخي اثار اوسمهال نه کورني سيلانيان لري او نه هم بهرني.

د اطلاعاتو او کولتور رييس دغه راز د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره د يوې مناسبې ودانۍ جوړولو اړتيا ياده کړه او ويې ويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د ښار په مرکزي برخه کې ورته ودانۍ جوړوي او تاريخي اثار به په کې د ساتنې ترڅنګ د سيل او نندارې په موخه خوندي کوي.

هغه دا هم وويل، چې اوسمهال د کندهار په موزيم کې ٤٠٦ بېلابېل تاريخي اثار شته، چې ځيني يې ډېره پخوانۍ مخينه لري.

نوموړي دا هم وويل، چې اطلاعاتو او کولتور رياست (١١٩٧٠) جلده بېلابېل کتابونه لري او په پلان کې لري، چې د کتابتون لپاره هم يوه ودانۍ جوړه کړي، تر څو له کتابونو څخه وړ ګټه پورته شي.

ده همدارنګه د خپلو تېرو کارونو او فعاليتونو په لړ کې له يو شمېر کارونو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، چې د کندهار د سيمه ييزو ټلوېزيونونو او د پروډکشنونو سره يې غونډې کړې، څو د ټولنې له دود او کلتور سره سم نشرات ولري او د غير اخلاقي فلمونو له خپرولو ډډه وکړي.

ورته موضوع