منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په دهراوود ولسوالۍ کې د سليمان تخت په نوم کلنۍ مشاعره وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

 ترينکوټ ( پژواک ۳ غويى ۹۲) : د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون د سليمان تخت په نوم دوديزه مشاعره جوړه شوه.

 د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې دا دويمه کلنۍ مشاعره په داسې حال کې ترسره شوه، چې د دولتي چارواکو ترڅنګ ددې ولايت د مرکز او نورو ولسواليو ګڼ شمېر شاعرانو ، ليکوالانو او اديبانو ګډون کړى وو.

 د دهراوود ولسوال امين الله خالقي پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دغه مشاعره د دهراوود ولسوالۍ د قومي مشرانو او نورو اوسېدونکو په مالي لګښت او د يادې ولسوالۍ د چارواکو په تخنيکي همکارۍ جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په نوموړې مشاعره کې د ډېرو شاعرانو شعرونه پر سولې ، امن ، يووالي ، اتحاد او د اداري فساد پر ضد څرخيده.

 ولسوال د مشاعرې پيل له خپل يوه شعر سره وکړ او له نورو سيمو څخه راغلو شاعرانو او مېلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه.

نوموړي له شاعرانو وغوښتل ،چې د خپلو شعرونو په ژبه د وران افغانستان د روانو ستونزو حل لارې او د افغان دولت پر وړاندې جنګېدونکو وسله والو مخالفينو ته د سولې د راتګ بلنه ورکړې.

خالقي کولتور د ملت هنداره وبلله او زياته يې کړه ، هغه هېوادونه چې خپل کولتور يې ساتلی وي، تل به په نړۍ کې ځانګړی ځای ولري.

 د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي هم په ياده مشاعره کې ګډون درلود، هغه له ټولو دولتي لوړ پوړو چارواکو او ملي سوداګرو وغوښتل، تر څو د دا ډول مشاعرو په جوړولو کې له اروزګاني شاعرانو سره مرسته وکړي.

په سليمان تخت مشاعره کې د دې ولايت د اطلاعات او کولتور رييس نورمحمد ابدالي وويل : (( موږ بايد په خپل کولتور کې له منفي اړخونو تېر او مثبت لوري ته ګام پورته کړو.))

هغه د سليمان تخت په اړه وويل، چې سليمان عليه السلام په خپل وخت کې د سفر پر مهال د اروزګان په يوه سيمه کې دمه کړې وه او اوس خلک دې سيمې ته (تخت سليمان) وايي.

د مشاعرې يو ګډونوال معتصم پژواک ته وويل ، چی د دا ډول مشاعرو جوړېدل کېداشي چې د سولې پر بهير هم ښه اغېزه ولري .

د يادونې  ده، چې له دې مخکې د هېواد په نورو سيمو کې هم دوديزې مشاعرې ترسره شوې دي.