منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د پارلماني خبريالانو کمېټه جوړه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک ١٥غويى ٩٢): د افغانستان د پارلماني خبريالانو د کمېټې مشر وايي، دغه کمېټه دنده لري، چې د اساسي قانون، رسنيو قانون او د رسنيزو اخلاقو په چوکاټ کې له خپلو غړو دفاع وکړي.

د پژواک خبري اژانس خبريال او د افغانستان د پارلماني خبريالانو د کمېټې مشر اباسين زهير نن د دې کمېټې په پرانيست غونډه کې، چې د ولسي جرګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه وويل، چې دغه کمېټه له اساسي قانون سره سمه جوړه شوې او دا مهال د اتيا تنو په شاوخوا کې غړي لري.

د اساسي قانون په ٣٥مه ماده کې راغلي، د افغانستان اتباع حق لري، چې د خپلو مادي او يا معنوي غوښتنو د تاْمين لپاره، د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دولتي او خصوصي رسنيو ټول هغه خبريالان، عکاسان، فلم اخيستونکي او د خپرونو مسوولين، چې د ملي شورا د فعاليتونو په خپرولو کې ونډه ولري، کولاى شي، چې د دې کمېټې غړيتوب ترلاسه کړي.

دى وايي، چې له دې کمېټې سره يوځاى کېدل او بيلېدل اختياري دي.

زهير وويل، که د دې کمېټې غړو ته سپکاوى وشي، ووهل شي او يا د قانون خلاف د کار پر مهال زيانمن شي، کمېټه مسووليت لري، چې د اعلاميو په خپرولو او د غونډو په جوړولو له زيانمن شوي کس څخه ملاتړ وکړي او قضيه يې تر عدلي او قضايي ارګانونو ورسوي.

د هغه په وينا، که د کمېټې غړي د دولتي او غير دولتي ارګانونو او يا هم د حکمي او حقيقي شخصيتونو له غير قانوني چلند سره مخ شي، کمېټه د خپلو حاضرو غړو په اکثريت د زيان رسوونکې سرچينې د اړوندو خبرونو د نه خپرولو پرېکړه کوي.

ده وويل: ((د دې کمېټې غړي په رسنيزو فعاليتونو کې خپلواک دي او کمېټه دنده لري، چې غړو ته يې ښه کاري چاپېريال برابر کړي.))

د هغه په وينا، کمېټه کولاى شي، چې له ورته کورنيو او بهرنيو کمېټو سره اړيکه ولري او د هغو له تجربو ګټه پورته کړي.

د ده په خبره، کمېټه هڅه کوي، چې غړو ته يې د تجربو د لا زياتوالي په موخه بهرني سفرونه هم برابر کړي.

په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار د يادې کمېټې جوړېدل د پارلماني فعاليتونو په اړه د راپورونو د خپرولو په برخه کې يو ښه ګام وباله.

هغه وويل، چې د دې کمېټې په جوړېدو سره د خبريالانو ترمنځ همغږي نوره هم زياتيږي او کولاى شي، چې په ښه ډول د ملي شورا د فعاليتونو راپورنه خپاره کړي.

ايزديار د خبريالانو له پارلماني کمېټې سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او ويې ويل، چې له ډېرو ستونزو سره په تېرو څو کلونو کې رسنيو په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړى دى.

ده وويل: ((موږ هر راز مرستې ته چمتو يو او زه خپله حاضر يم، چې د دې کمېټي غړى شم او د مياشتې سل افغانۍ حق العضويت هم ورکړم.))

ايزيار د پارلماني خبريالانو له کمېټي سره ژمنه وکړه، چې د ملي شورا په انګړ کې به يوه خونه هم دې کمېټې ته د دفتر جوړېدو لپاره ځانګړې کوي.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې يواځې خبريالان نه، بلکې ټول خلک له ستونزو سره مخ دي، خو خبريالان بايد هڅه وکړي، چې د خپلو فعاليتونو له لارې خپل هېواد له دې ستونزې خلاص کړي.

په ياده غونډه کې د ولسي جرګې دويم مرستيال محمدصالح سلجوقي وويل، له جګړې وروسته، چې په افغانستان کې کوم پرمختګونه شوي، ډېر يې د رسنيو د زيار او هڅو پايله ده.

خو دې وايي، چې د يو لړ ستونزو له امله تر اوسه په هېواد کې رسنۍ هغه ځاى ته نه دي رسېدلې چې بايد ورسيږي.

سلجوقي هم د ولسي جرګې په استازيتوب د پارلماني خبريالانو له کمېټې سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او ده هم وويل، چې د ملي شورا په انګړ کې يادې ټولنې ته دفتر لپاره يوه خونه ځانګړې کوي.