منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د بګراميو اوسېدونکو د پوليسو پر ضد لاريون وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٢): د کابل د بګراميو لسګونو کسانو د پوليسو له لوري د څلورو تنو د نيولو په غبرګون کې لاريون وکړ او د دې ولسوالۍ لاره يې د نږدې څلورو ساعتونو لپاره تړلې وه.

د بګراميو امنيه قوماندان سمونمل نثاراحمد عبدالرحيمزي، نن (د غويي ١٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه اونۍ وړاندې، د دې ولسوالۍ د کمريو د سيمې د يو شمېر اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې يو تن وژل شوى او بل ټپي و.

ده زياته کړه، افغان ګډو ځواکونو نن په ياده سيمه کې تصفيوي عمليات ترسره کړل او د يادې قضيې په تړاو يې د سيمې څلور تورن کسان ونيول.

د هغه په وينا، د همدې کسانو د نيولو په غبرګون کې د کمريو د سيمې کابو دوه سوه تنو، نن سهار اته نيمې بجې د بګراميو ولسوالۍ مخې ته لاريون وکړ او د يادو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه يې کوله.

امنيه قوماندان وايي، لاريون کوونکو ته يې د نيول شويو کسانو په اړه قناعت ورکړ چې په دې سره دغه سوله ييز لاريون غرمه دولس بجې هغه مهال پاى ته ورسېد.

د بګراميو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالمتين محمدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د کمريو د کلي د اوسېدونکو او د يوه بل تن چې “اشرف بې خدا” نومېږي او د همدې سيمې اوسېدونکى دى، له څه مودې راهيسې د ځمکې پر سر شخړه روانه ده.

د هغه په وينا، يوه مياشت وړاندې د “اشرف بې خدا” کسانو د کمريو د کلي پنځه تنه په ډزو ټپيان کړل، خو يوه اونۍ وړاندې بيا د کمريو خلکو د “اشرف بې خدا” وراره په ډزو وواژه.

د بګراميو امنيه قوماندان هم د دې پنځو تنو ټپي کېدل تاييد کړل.

د بګراميو د سيمې يوه بل اوسېدونکي ملک امان الله پژواک اژانس ته وويل، چې لاريون کوونکو ټايرونو ته د اور اچولو له امله د احمدشاه بابا مېنې او کابل ښار ترمنځ لار د څو ساعتونو لپاره بنده کړې وه.