منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په پکتيکا او ميدان وردګو کې د محمد قاسم په وياړغونډې وشوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

ښرنه ، کابل (پژواک ١٦ غويى ٩٢): په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري محمدقاسم مجاهد په ویاړ غونډه وشوه او د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو تېری په کلکه وغندل شو.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى او د افغانستان د سرحدي ځواکونو سرتېرى محمدقاسم تېره اونۍ د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ په اوه ساعته جګړه کې ووژل شو.

د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې نن (د غويي ١٦مه) په نيول شوو مراسمو کې د پکتیکا چارواکو او د سیمې قومي مشرانو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی و.

د پکتیکا د کټواز ولسوالیو قومي مشر زمرک خان کټوازي پژواک اژانس ته وویل، چې قاسم مجاهد له خپلې خاورې د دفاع لپاره خپل ژوند قربان کړ او دوى د ده په مېړانه او شهادت ویاړي.

د هغه په وينا، پکتیکاوال له خپلې خاورې د دفاع په خاطر هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او که اړتيا وي، له خپلو سرتېرو سره به اوږه پر اوږه د پاکستان پر وړاندې وجنګيږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هېڅکله نه غواړو، چې ډيورنډ په رسمیت وپېژندل شي او پاکستان خپل شومو موخو ته ځان ورسوي.))

د ښرنې قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان ګل محمد غروال په ګوشته کې پر افغاني خاوره د پاکستان تېری په کلکه وغانده.

د ده په خبره، پر افغاني خاوره د پاکستاني ځواکونو تېرى د ټولو افغانانو او پکتیکاوالو سخته غوسه راپارولې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((دا نن په غونډه کې ټولو ځوانانو او سپین ږېرو په یو غږ د پاکستان پر وړاندې هر ډول سرښندنې او قربانۍ ته تیاری وښود.))

غروال د قاسم مجاهد قرباني د هېواد په تاریخ کې نه هېرېدونکي وبلله او ویې ویل، چې دوى ټول یې په شهادت ویاړي.

د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت رییس هم په خپلو خبرو کې په خپلو افغان امنيتي سرتېرو ویاړ څرګند کړ.

دغو چارواکو وویل، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې دا ښودلې، چې د افغانستان د هر ډول پرمختګ خنډ وګرځي او نه غواړي دغه هېواد پرمختګ وکړي.

د پکتیکا یادو چارواکو او د غونډې ځینو برخه والو د غونډې په وروستیو کې ١٥٠ زره افغانۍ ټولې کړې، څو یې د وژل شوي سرتېري قاسم خان مجاهد کورنۍ ته وسپاري.

د يوبل خبر له مخې، د  ميدان وردګو ولايت علماوو ، مخورو ، د ملکي او نظامي ادارې چاروکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ له پاکستانيو ځواکونو سره د وژل شوي افغان سرتېري محمد قاسم  مېړانه او هېوادنۍ مېنه وستايله .

په دې غونډه کې چې په ميدان ښار کې جوړه شوې وه ، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياني  وويل ، چې محمد قاسم د هغه هوډ له مخې ، چې خپل سر به د هېواد په خاطر ورکړم ، خو سنګر به ورنکړم ، د مرمۍ په منلو سره يې له خپلې سپڅلې خاروې څخه دفاع وکړه .

 د ميدان وردګو ولايت د علماوو شورا رييس مولوي صديقي له وطن څخه ساتنه يو پرځای ګام وباله .

هغه  زياته کړه :((فغانستان زموږ د مور حيثت لري او پر هر افغان فرض ده،چې له دغې خاورې څخه ساتنه وکړي او هغه کسان چې له هېواد څخه د سنګر په وسيله ساتنه وکړي غازيان او که خپل ځان قرباني کړي، نو غازي او شهيد دواړه بلل کيږي.))

 د ولايتي شورا مرستيال حاجي حضرت محمد جانان  وويل، چې هر افغان سرتيرى همدا هدف لري،چې له وطن څخه ساتنه وکړي، په ورسپارل شوي سيمه کې د ولسونو لپاره امنيتي فضا ټينګه کړي، د همدې موخې د ترلاسه کولو په موخه ډيری ځوان سرتېرو خپل سرونه هم ورکړي .

 د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس اورنګ مختار بيا د قاسم خان په نوم په دغه ولايت کې د يوې جادې او ياکوم پارک د نومولو غوښتنه وکړه .

د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان سردار محمد ځاځي  وويل ، چې د سرتېرو له دغه ډول درناوي سره نورو سرتېرو ته حوصله وربښي، ترڅو په هر ډول سختو شيبو کې له خپل هېواد او خاورې څخه ساتنه وکړي.

دغه راز ددغې غونډې په ترڅ کې د محمد قاسم روح ته دعا وشوه او فاتحې مراسم تر سره شول .