کندهار (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د انار ګل په نوم دوديزه کلنۍ مشاعره د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا ولي د مزار په پارک کې جوړه شوه، چې د کندهار سربېره په کې د نږدې ولايتونو او د پولې د هغې غاړې سلګونو شاعرانو او د ادب مينه والو برخه اخيستې وه.
مشاعره تېر مازديګر شپږ بجې پيل او د شپې تر دوو بجو يې دوام درلود، چې لومړۍ برخه يې شعرونو اورولو او دويمه برخه يې موسيقۍ ته ځانګړې شوې وه.
د مشاعرې په پيل کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال خبرې وکړې او ويې ويل، چې سږنۍ مشاعره د نورو کلونو په پرتله په امنه فضا کې ترسره کېږي او له ډېرو سيمو ورته شاعران او د فرهنګ مينه وال راغلي دي.
هغه له شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې د مينې، سولې او ورورولۍ پيغامونه ورکړي، ځکه افغانان دا مهال تر هر څه زيات سولې ته اړتيا لري.
نوموړي اندېښنه وښوده، چې له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې پښتو ادب ته د شعر پر ځاى شعار مخه کړې ده، چې له امله يې د پښتو شعر هنريت زيانمن شوى دى.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال هم د مشاعرې پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې دغسې ټولنيزې غونډې د خلکو تر منځ اړيکې ډېروي او د هغوى تر منځ د يووالي مزي غځوي.
هغه هم پر سوله، امن او مينه ټينګار وکړ او ويې ويل: ((له بده مرغه زموږ پر مېنه راز راز انسانانو راز راز وينې تويې کړې دي او لا هم ځينې منفور وګړي وينو تويولو ته تږي دي، موږ امن پسنده يو، جنګ له خپل سره نه، بلکې له مغرض سره غواړو.))
مرستيال والي د ګوشتې پېښې ته په اشاره وويل: ((موږ د افغانستان تاريخي قلمرو خپل ناموس بولو او که مو ناموس ته په سپکه کتل کېږي، نو په هغه صورت کې د لونګ خاوند د ګاونډي په نامه نه، بلکې د خپل دښمن په نامه بولو.))
تر ويناوو وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه، ګڼو شاعرانو د پسرلي او انارګل د ستاينې تر څنګ دا ځل په خپلو شعرونو کې د ګوشتې پېښه انځور کړې وه او د پاکستان د بريد پر وړاندې يې د افغان ځواکونو، په ځانګړې توګه د قاسم خان مېړانه ستايلې وه.
د مشاعرې يوه ګډونوال بشير احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ځل مشاعرې بېل رنګ درلود، ډېرو شاعرانو د امن او ورورولۍ پيغامونه ورکړل، خو ګڼو شاعرانو بيا د ګوشتې په پېښه کې د افغان ځواکونو مېړانه ستايلې وه.
د ده په خبره، د شاعرانو له خوا دغه راز پيغامونه د ولس هيلې را ويښوي او له خپل هېواد او خلکو سره يې مينه زياتوي.
د مشاعرې په پاى کې ګڼو شاعرانو ته برابر شوي سوغاتونه هم ووېشل شول او وروسته د موسيقۍ برخه پيل شوې، چې د شپې تر دوو بجو يې دوام وکړ.
په دې برخه کې هم سيمه ييزو سندرغاړو ملي سندرې وړاندې کړې او هېوادوالو ته يې د امن، ورورولۍ او مينې پيغامونه ورکړل.