منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

يوه وسله واله ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

اسعداباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د دولت ١٦ کسيزه مخالفه وسلواله ډله د سولې له پروسې سره يو ‌ځاى شوه.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي  د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو وسله والو د محمد عيسى جان په مشرۍ د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه ترسره کول.

هغه زياته کړه، چې هغوى د سولې شورا، ملي امنيت او پوليسو په همکارۍ له خپلو شپاړس ميله وسلو سره د سولې له پروسې سره يو ځای شول.  

د کونړ والي وويل، دولت د هغو وروڼو لپاره چې د سولې له بهير سره يو ځای کېږي د مسلکي روزنې د زده کړې مرکزونه جوړ کړي دي.

د يو ځای شوې ډلې مشر قوماندان محمد جان پژواک ته وويل، چې دوى د څوکۍ  ولسوالۍ د د يوګل په دره کې له تېرو لسو کلونو راهيسې د امريکايانو پر ضد وسله را اخيستې وه.

 هغه زياته کړه: ((اوس زموږ له سيمې امريکايان وتلي دي نو موږ هم پرېکړه وکړه چې نور له خپل دولت سره مخالفت نه کوو.))

نوموړى وايي،  هڅه کوي چې نور مخالفين هم د سولې له پروسې سره يو ځاى کړي.

قوماندان عيسى خان له خپلې خاورې څخه ددفاع په خاطر له پاکستانيو ځواکونو سره جګړې ته چمتووالى وښوده.

دياد ونې وړ ده چې تر اوسه پورې په دغه ولايت کې د سولې له بهير سره  دوه سوه کسان يو ځای شوي دي.