ژبه

ميدان وردګو کې د تخمونو اصلاح کولو شرکت جوړ شو

جاوېد هميم کاکړ

۲۳ غویی ۱۳۹۲ - ۱۵:۴۰

Views: ۱۰۲

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): په ميدان وردګو ولايت کې څه د پاسه ٥٠ ميليونه افغانيو په پانګونې د اصلاحي تخمونو يوه شرکت فعاليت پيل کړ.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شرکت (امرخېل ګروپ) د ملي سوداګر خليل الرحمن امرخېل له خوا په پنځه جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ياد ملي سوداګر په دغه شرکت کې يو ميليون امريکايي ډالر لومړنۍ پانګونه کړې او دم ګړۍ سل تنه په کې کار کوي.

د ياد شرکت د پرانيستې په مراسمو کې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي وويل، چې د دغه ولايت اقتصاد په درېيو برخو کانونو، مالدارۍ او زراعت پورې تړلی او ملي سوداګر کولای شي په دغو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه له امرخېل څخه مننه وکړه، چې د اصلاح شوو تخمونو د شرکت په پرانيستې سره يې په دغه ولايت کې خپله پانګونه وکړه او له دې به نه يواځې ټولنې ته اصلاح شوي تخمونه ورکوي، بلکې د دغه ولايت لسګونو کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

د امرخېل ګروپ مشر خليل الرحمن امرخېل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه شرکت يې دوه کاله وړاندې جوړ کړی و، خو عملي چارې يې اوس پيل کړې.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ يې يو ګودام، يوه د پاکونې خونه، يو پارکينګ او نور اړين ملحقات يې په پنځه جريبه ځمکه کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په مالي لګښت جوړ کړي دي.

امرخېل وايي، چې په دغه شرکت کې يو د غنمو پاکونې ماشين، دوه تراکترونه، د تخمونو مينځلو يوه دستګاه، د هوا رسونې ماشين، يو مازدا موټر او نور وسايل چې د اصلاح شوو تخمونو شرکت ورته اړتيا لري، برابر کړي دي.

د هغه په وينا، د دغه شرکت له جوړولو څخه موخه د ميدان وردګو ولايت بزګرانو ته اصلاح شوی تخم په مناسبه بيه ورکول دي، تر څو دوی وکولای شي له دې لارې ښه حاصلات ترلاسه کړي او په خپل اقتصادي ژوند کې له مثبت بدلون راولي.

د دغه ولايت بزګرانو د ياد شرکت په فعالېدو خوښي څرګنده کړې ده.

د ميدان ښار اړوند د کوټي عشرو سيمې يوه کروندګر کفايت الله وايي، پخوا له پاکستان او نورو هېوادونو څخه اصلاح شوى تخم راوړل کېده، چې دوى ته په ګرانه بيه پرېوتل.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اوس به په خپل ولايت کې دغه تخم په ښه بيه ترلاسه کوي.