ژبه

بغلان کې يو طالب ډلمشر ونيول شو

کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩٢): د ايساف ځواکونه وايي، چې د بغلان ولايت په نوي بغلان ولسوالۍ کې يې نن د عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو يو لوړپوړى ډلمشر نيولى دى.

د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن (د غويي ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د وسله والو د څو نورو ډلو په مشرۍ تورن دغه سرګروپ په نوي بغلان ولسوالۍ کې د اېتلافي او افغان ځواکونو پر وړاندې د بريدونو د ترسره کولو مسووليت پر غاړه درلود.

سرچينه وايي، دغه عمليات د افغان او اېتلافي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.

ايساف د دغه سرګروپ هويت نه دى په ډاګه کړى، خو وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو دغه سرګروپ د سيمې له خلکو د غيرقانوني مالياتو په راټولولو، په بريدونو کې د استفادې لپاره د وسلو او پوځي تجهيزاتو په لېږد او خپلو ملګرو ته د عملياتي اطلاعاتو په موخه د وسله والو له مهمو مشرانو سره په اړيکو کې لاس درلود.

خبرپاڼې په داسې حال کې چې په دغو عملياتو کې د يوې تومانچې د لاسته راوړلو خبر ورکوي، زياتوي، چې په دغو عملياتو کې چا ته زيان نه دى اوښتى.