ژبه

د پوهاند فيض محمد فياض په وياړ غونډه ترسره شوه

هدايت الله خوستى

۳۱ غویی ۱۳۹۲ - ۱۴:۳۴

Views: ۱۳۷

خوست (پژواک ٣١ غويى ٩٢): خوست مېشتو فرهنګپالو د علمي څېرې، ليکوال او اديب پوهاند فيض محمد فياض علمي هڅې په يوه څېړنغونډه کې وستايلې.

ياده غونډه د خوست د ځوانانو د ملي جرګې له لوري د خوست ښار د جرګو په تالار کې جوړ شوې وه. په دې غونډه کې د خوست د فرهنګيانو تر څنګ د پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ژورنالېستانو، فرهنګيانو او د علومو اکاډمۍ ځينو غړو برخه اخيستې وه.

د خوست د ځوانانو د ملي جرګې مشر فضل الرحمن قانع وويل، د غه سيمينار يې په دې موخه جوړ کړى، تر څو د علمي او فرهنګي شخصيتونو پرمختګونه او هڅې له ټولو پښتنو سره شريکې شي.

قانع زياته کړه، دا ځل يې دغه علمي سيمينار ته ستر اديب، ليکوال او فرهنګي شخصيت پوهاند فيض محمد فياض غوره کړی دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې وروسته به هر کال د ځوانانو د ملي جرګې له لوري د هېواد په کچه دا ډول شخصيتونه نمانځل کېږي.

د خوست د شيخ زايد پوهنتون رييس پوهندوی محمدرسول باوري د سيمينار ګډونوالو ته وويل، چې د ژونديو شخصيتونو په اړه د غونډو جوړول او د هغو نمانځل ډېرې ګټې لري.

ده زياته کړه، لومړی ګټه يې دا ده ، چې هماغه تن نور هم تشويق کېږي، په خپلو فرهنګي او عملي هڅو کې چټکوالى راولي، د ټولنې د ويښتيا لپاره يې کار او هڅې ډېرېږي.

باوري زياتوي، د دې ډول سيمينارونو په جوړېدو سره نورو ته دا پيغام ورکول کېږي، چې ټولنې ته خدمت کول څومره ګټه لري.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په خپله وينا کې وويل، پوهاند فيض محمد فياض هغه څوک دی، چې پر نورو سربېره يې د شيخ زايد پوهنتون په پياوړتيا کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، خوست يو فرهنګي ولايت دی او هيله لرو چې دا مرکز به د ځوانانو په هڅو لا غښتلی او پياوړی پاتې شي.

د خوست والي پر ځوانانو غږ وکړ، چې د استاد پوهاند فياض لاره تعقيب کړي او ځانونه دا ډول لوړو پوړونو ته ورسوي.

د خوست ميډيا سنټر مشر محمدرسول عادل وايي، چې پخوا به په پښتون مېشتو سيمو کې مړه شوي شخصيتونه نمانځل کېدل، خو اوس له نېکه مرغه ژوندي شخصيتونه نمانځل کېږي.

پوهاند فياض د دغه سيمينار په اړه خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د ده د علمي هڅو نمانځل به ده ته نوره حوصله ورکړي، څو په علمي او فرهنګي ډګر کې ډېر کار وکړي.

هغه د خوست د ځوانانو له ملي جرګې مننه وکړه، چې د ده د علمي او فرهنګي هڅو د ستاينې په موخه يې علمي سيمينار جوړ کړى و.

فياض زياتوي، چې د نورو علمي او فرهنګي شخصيتونو او ځوانانو هڅونه دې هم وشي، څو يې د خدمت هڅې ډېرې شي.

پوهاند فيض محمد فياض په۱۳۲۰ لمريز کال کې د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د دورناميو کلي په يوې روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلى دى.

په کابل پوهنتون کې يې دري ادبيات لوستي، په خوست سربېره د هېواد په بېلابېلو ښوونيزو مرکزونو او پوهنتونونو کې يې د استادۍ دنده ترسره کړې او زيات علمي اثار يې ليکلي دي.

نوموړی څو کاله د شيخ زايد پوهنتون رييس پاتې شوی او دا مهال د علومو اکاډمۍ علمي غړی دی.